کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت د وزیرې حنا رباني کر په مشرۍ د دغه هېواد یو پلاوی کابل ته راورسېد.
د یاد وزارت د ویاند مرستیال ضیاءاحمد تکل پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي چې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت د وزیرې حنا رباني کر په مشرۍ یو پلاوی کابل هوايي ډګر ته راورسېد او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره د لیدو لپاره د بهرنیو چارو وزارت پر لور روان شو.
پاکستاني رسنۍ «ده انټرنشنل نیوز» راپور ورکړی چې په دغه پلاوي کې به له حنا رباني کر سره د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق او د نورو وزارتونو په ځانګړې توګه د ماليې وزارت چارواکي مله وي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد تېره ورځ پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي و چې یاد پلاوی به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي او سیاسي اړیکو خبرې وکړي.
Views: 160
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن