تالقان (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۱): په تخار ولایت کې یو ۲۰ بستریز شخصي روغتون پرانیستل شو چې تر شپږو میاشتو پورې د ناروغانو وړیا درملنه کوي.
په یاد ولایت کې د «جمشید» شخصي روغتون مسوولینو په پرانیستغونډه کې وویل، دغه روغتون د ۲۰ بسترونو په ظرفیت د څه باندې ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت په تالقان ښار کې جوړ شوی دی.
د یاد روغتون مسوول ډاکټر خلیل حساس وايي، دغه روغتون د ۲۰ بسترونو په ظرفیت جوړ شوی چې د خلکو خراب اقتصادي وضعیت ته پام سره، د ناروغانو عملیات تر دوو میاشتو په بشپړ ډول او نور روغتیايي خدمات تر شپږو میاشتو په ۵۰ سلنه تخفیف سره عرضه کېږي.
د نوموړي په وینا، دغه روغتون په اورتوپیدي، د ماشومانو داخله، د زړه ګراف، اکسری، نسایي ولادي او نورو برخو کې فعالیت لري.
هغه زیاتوي، په یاد روغتون کې به د هغو ناروغانو درملنه چې اقتصادي وړتیا نه لري، د تل لپاره په وړتیا توګه ترسره کېږي.
په ورته مهال، د تخار ځینو اوسېدونکو د یاد روغتون په پرانیستغونډه کې د ښځینه ډاکټرانو شتوالی اړین وباله.
د تخار ولایتي شورا پخواني غړي انجنیر محمدقسیم، په روغتون کې د ښځينه ډاکټرانو شتوالی لازم وباله او ټینګار یې وکړ چې سرپرست حکومت دې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو برخې ته پام وکړي څو نجونې له ښوونځیو په فارغېدو سره وکړای شي چې په طب پوهنځیو کې درس ووايي او په روغتونونو کې خلکو ته د خدمت مصدر شي.
نوموړی زیاتوي، د نارینه ډاکترانو ترڅنګ د ښځینه ډاکټرانو شتون حتمي او د ټولنې لپاره اړین دی.
په ورته مهال، د تخار د عامې روغتیا مرستیال مخدوم عتیقالله قانت په یاد پروګرام کې د یاد ولایت اوسېدونکو ته د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو ډاډ ورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د تخار اوسېدونکي د اقتصادي ستونزو ترڅنګ، د دغه ولایت په دولتي او شخصي روغتونونو کې د ځینو طبي څانګو له کمښت، کافي پرسونل نشتوالي او درملو بیو له لوړوالي څخه شکایت لري.
Views: 151
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن