ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د کبانو فارمونه ۴۰ سلنه ډېر شوي

1 Dec 2022 - 16:19
1 Dec 2022 - 16:19

کندهار (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۱): چارواکي وایي، په کندهار کې د کبانو فارمونه د تېر په پرتله ۴۰ سلنه ډېر شوي چې په دغه ولایت کې یې د کبانو غوښې اړتیا ۶۰ سلنه پوره کړې ده.

د یاد ولایت د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ رییس مولوي شمس‌الرحمن موسی پژواک خبري اژانس ته وویل، په کندهار کې د کبانو فارمونو شمېر ۱۷۵۰ ته رسېږي چې د تېرو کلونو په پرتله په کې ۴۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.

هغه زیاته کړه، په تېرو کلونو کې د جګړو له امله د کبانو ګڼ شمېر فارمونه بند شوي وو، خو له تېر یوه نیم کال راهیسې نه یوازې بند شوي نه دي، بلکې بېرته فعال او ۹۳ نوي فارمونه هم جوړ شوي دي.

دی وايي، د کبانو د دغو ۱۷۵۰ فارمونو له ډلې ډېر یې په کندهار ښار او نږدې ولسوالیو لکه، ډند، ژیړۍ، دامان او ارغنداب کې دي او یو شمېر یې بیا په تخته پُل، میوند او شاولیکوټ ولسوالیو کې دي.

د هغه په خبره، په یادو شوو فارمونو کې ۱۵۲ یې غټ فارمونه دي چې له ۲۰ تر ۵۰ جریبه ځمکه کې او پاتې نور یې له یوه تر ۲۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوي دي.

نوموړي دا هم وویل چې په یوه جریب فارم کې له ۲۵۰۰ تر ۳۰۰۰ کبان ساتل کېدای شي او په یوه کال کې د هر کب وزن له یو تر دوه کیلوګرامه ډېرېږي.

د کرنې رییس وویل، په شته فارمونو کې ۱۵۲ یې هغه لوی فارمونه دي چې د کبانو تولید پکې کېږي او نورو فارم‌لرونکو او بازار ته کبان وړاندې کوي.

ده زیاته کړه، اوسمهال په کندهار کې د کبانو د غوښې اړتیا ۶۰ سلنه پوره شوې او هڅه کېږي چې دا فارمونه نور هم زیات شي، څو دغه ولایت له دې اړخه پر ځان بسیا شي.

هغه وايي، د کرنې وزارت هڅه کوي چې د مالدارۍ د ودې په موخه د کبانو فارمونو لپاره له موسسو څخه نوره مرسته هم ترلاسه کړي، څو د بهرنیو وارداتي کبانو مخه ونیول شي.

په کندهار کې د کبانو فارم‌لرونکو اتحادیې مسوول فضل احمد وايي، په تېرو څو میاشتو کې د کبانو له فارمونو سره د کبانو د غذايي توکو او درملو مرسته شوې خو دا بسنه نه کوي.

هغه د کبانو فارمونو د ودې او ډېرېدو لپاره لپاره د دوامدارو مرستو غوښتنه وکړه

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ یو اوسېدونکی حاجي محمد – چې مخکې يې د کبانو فارمونه بند شوي وو – سږ کال یې یو ځل بیا فارمونه فعال کړي او وایي، دوه ځله یې مرسته تر لاسه کړې او غواړي خپل فارم ته لا پراختیا ورکړي.

ده وویل: «زما فارمونه خو تېر کال بندل شول، ټول ماهیان مې خرڅ کړل، خو سږ کال بیا یو څه کومک راسره وشو، اوس مې دوه نور فارمونه فعاله کړي او ماهیان لا تر اوسه کوچني دي.»

د کبانو فارمونو یو بل مسوول عبدالکریم وایي، په ۳۳ جریبه ځمکه کې یې د کبانو فارمونه جوړ کړي او نورو کوچنیو فارم‌لرونکو ته هم کبان ورکوي.

ده زیاته کړه: «اته کاله کېږي چې فارمونه مې جوړ کړي، یو څه وخت مخکې د ماهیانو د خوراکې مرسته راسره وشوه، خو دلته باید په لوړه سطحه له فارم‌لرونکو سره همکاري وشي، د ماهیانو د روزنې په اړه باید مشورې ورکول شي او نور د اوبو مشکلات یې باید حل شي.»

په کندهار کې دا مهال په ډېری فارمونو کې سلور، ګراس او ګلفام کبان روزل کېږي او بیا بازار ته وړاندې کېږي.

د وطني کبانو یو کیلوګرام اوسمهال په ۱۸۰ افغانۍ پلورل کېږي، خو وارداتي کبان- چې ډېری یې له پاکستان څخه راوړل کېږي- یو کیلوګرام یې ۱۳۰ افغانۍ بیه لري.

Views: 182

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version