ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د کبانو روزنې له نیمایي ډېر فارمونه تړل شوي

20 Feb 2023 - 11:04
20 Feb 2023 - 11:04

مزارشریف (پژواک، د کب لومړۍ ۱۴۰۱): بلخ کې په تېره یوه لسیزه کې د کبانو ۴۶ فارمونه جوړ شوي وو چې اوس یې له ډلې ١٥ فعال او نور تړل شوي دي.

د کبانو روزونکي یې لامل د کبانو خوراکي توکو بیې لوړوالی، وچکالي او د حکومت نه پاملرنه ګڼي.

د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ د سمرقندیانو سیمې د کبانو یوه فارم‌لرونکي دوست‌محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، څلور کاله مخکې یې د کبانو فارم جوړ کړ خو د وخت حکومت په دې برخه کې ورسره یوازې د ۸۰۰ کوچني کبانو مرسته وکړه او بیا یې چا خبر هم نه دی اخیستی.

هغه وایي، د همدې کلونو په موده کې یې له دغه فارمه کومه ګټه نه ده ترلاسه کړې؛ اوس هم خپلو کبانو ته د خوراکي موادو پېرلو توان نه لري.

دوست‌محمد له حکومته غواړي چې د فارمونو برخه کې د دوی ملاتړ وکړي څو له تقاضا سره سم بازار ته تولیدات وړاندې کړي.

دغه راز یوه بل فارم لرونکي شېراحمد پژواک ته وویل، پخوا په بلخ کې د کبانو ګڼو فارمونو فعالیت درلود خو د کبانو خوراکي توکو بيې لوړېدو او د حکومت نه پاملرنې له امله ډېر یې تړل شوي دي.

دغه راز یوه بل فارم‌لرونکي محمدهاشم هم ورته څرګندونې وکړې، ويې ویل، که حکومت د فارم‌لرونکو ستونزو ته رسېدنه ونه کړي پاتې فارمونه به هم وتړل شي.

هغه وایي: «د کبانو خوراکي توکي قیمته شوي، تر اوسه مو له خپل فارمه ګټه نه ده ترلاسه کړې، نو زیان ولې پر ځان ومنو، اړ یو چې خپل فارم وتړو.»

په همدې حال کې د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین هم د فارم‌لرونکو ستونزې مني.

د بلخ کرنې ریاست د مالدارۍ برخې متخصص محمد وکیل نیازي پژواک ته وویل چې په دغه ولایت کې د یوې لسیزې په موده کې د کبانو ۴۶ شخصي او دولتي فارمونه جوړ شوي وو.

خو دى وايي چې په تېرو دوو کلونو کې له یاد شمېر څخه ٣١ یې د بېلابېلو ستونزو له امله تړل شوي دي.

نوموړي د یادو فارمونو تړل کېدو لامل د کبانو خوراکي توکو بیې لوړوالی، وچکالي او په کبانو کې د یو ډول ناروغۍ پيدا کېدل وبلل.

خو نیازي وویل، هڅه کوي چې د یو شمېر موسسو په مرسته د کبانو روزنې فارم‌لرونکو ستونزې هوارې کړي.

د یادونې ده، د بلخ ترڅنګ په کندهار، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ورته ستونزو له امله د کبانو روزنې يو شمېر فارمونه تړل شوي دي.

Views: 138

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version