کابل (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۱): د لوړو زدهکړو وزارت وايي، د سړو ولایتونو د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو د خزاني سمستر ازموینې د روانې لېندۍ میاشتې تر ٣٠مې پاى ته رسېږي او له هغه وروسته د کب تر ۱۵مې به رخصت وي.
د لوړو زدهکړو وزارت ویاند ضیاءالله هاشمي په خپله ټوېټرپاڼه کې تېره ورځ ناوخته لیکلي چې د سړو ولایتونو دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونه به د روانې میاشتې له دېرشمې د کب تر ۱۵مې رخصت وي.
دی وايي: «دا چې د ژمي په موسم کې په سردسېرو ولایتونو کې د یخې هوا او اسانتیاوو د نشتون له امله په حضوري بڼه درسونه نه لوستل کېږي او په انلاین بڼه هم د درسونو دوام د تحصیلي نظام کیفیت راټیټوي، نو د ټولو سردسېرو ولایتونو تحصیلي بنسټونه چې د خزاني سمستر ازموینې یې د لېندۍ په ۱۰ یا ۳۰ نېټه پای ته رسېږي، رخصتېږي او د پاتې سمسترونو درسونه به یې د ۱۴۰۱ کال کب په ۱۵مه بېرته پیل شي.»
هغه زیاته کړې، د ګرمسېرو ولایتونو د دولتي تحصیلي بنسټونو درسونه به د رهبرۍ شورا له پرېکړې سره سم دوام ولري.
د هاشمي په وینا، د دولتي تحصیلي بنسټونو نوي شامل شوي محصلین چې تر اوسه یې نوملیکنه نه ده کړې، د روانې لېندۍ تر دېرشمې نېټې پورې دې نوملیکنه وکړي، خو درسونه به یې د روان کال د کب په ۱۵مه پیل شي.
Views: 188
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن