ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پژواک له راپور وروسته د اروزګان د برېښنا شبکه بېرته فعاله شوه

د پژواک له راپور وروسته د اروزګان د برېښنا شبکه بېرته فعاله شوه

author avatar
6 Dec 2022 - 16:19
د پژواک له راپور وروسته د اروزګان د برېښنا شبکه بېرته فعاله شوه
author avatar
6 Dec 2022 - 16:19

ترینکوټ (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د اروزګان د برېښنا شرکت خدمات چې د تېلو د نشتوالي له امله درېدلي وو، د پژواک له راپور وروسته ورسره د تېلو مرسته وشوه او بیرته فعاله شوه.

د همدې لېندۍ میاشتې په ۱۱مه پژواک خبري اژانس راپور خپور کړ چې د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې له یوې میاشتې راهیسې دولتي برېښنا پرې شوې چې له امله یې ښاریان او دولتي کارونکي له ستونزو سره مخ شوي دي.

د اروزګان د برېښنا شرکت مسوول ملا صفی الله انعام پژواک خبري اژانس ته ویلي و چې د برېښنا پرې کېدو لامل، د تېلو نشتوالی دی چې د حل لپاره یې د همکارۍ غوښتنه کړې وه.

د دغه راپور له خپرېدو وروسته نن د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خبر ورکړ چې له یوې میاشتې ځنډ وروسته نن سهار د ترینکوټ برېښنا وصل شوه.

د دغه ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سورصلیب نړۍوالې کمېټې (ICRC) له خوا د دغه ولایت له برېښنا شرکت سره د ۶۵۰۰ لېټره ډېزلو تېلو مرستې وروسته بیا ځلې برېښنا وصل شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په هرو څلوروېشتو ساعتونو کې به ښاریانو او دولتي ادارو ته په نوبتي ډول ۶ ساعته برېښنا ورکول کېږي.

د برېښنا شرکت یوه کارکوونکی چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، له هغه وروسته چې پژواک اژانس د برېښنا درېدلو او د تېلو د نشتوالي راپور خپور کړ، د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د تېلو مرسته وکړه.

د ترینکوټ ښاریان د برېښنا بیا وصل کېدو خوشحاله کړي دي، خو غوښتنه کوي چې مسوولین دې د دې ستونزې د دایمي حل لپاره اقدام وکړي.

د ترینکوټ ښار اوسېدونکي امین الله پژواک خبري اژانس ته وویل، خوشحاله دی چې له یوې میاشتې وروسته برېښنا بیرته وصل شوه، خو د ورځې یوازې درې ساعته برېښنا د دوی اړتیاوې نه شي پوره کولای.

هغه زیاته کړه، حکومت دې د برېښنا ستونزې د دایمي حل لپاره په دغه ولایت کې د اوبو بندونه جوړ کړي.

په دغه ولایت کې یوازې ډېزلي برېښنا شته چې د دولتي ادارو په ګډون شاوخوا درې زره کورونو، دفترونو او دوکانونو ته وېشل شوې چې ښاریانو ته یو کیلو واټ په ۲۸ افغانۍ، دولتي ادارو او موسسو ته په ۴۰ افغانۍ ورکول کېږي.

Views: 116

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.