پلعلم (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۱): د لوګر د مرکز پلعلم ښاروالي وایي، د دغه ولایت د اداري پرېکړې له مخې یې د پلعلم ښار له څلورلارو او سړکونو شاوخوا ۵۰۰ غرفې او لاسي کراچۍ ټولې کړې دي.
د پلعلم ښاروال مولوي اسحاق سعید پژواک خبري اژانس ته وویل، دا کار یې د ښاري نظم ټينګښت او ګڼېګوڼې مخنیوي په موخه کړی دی.
هغه زیاته کړه، د ټولو شوو غرفو او کراچۍ لرونکو ته یې د پلعلم ښار سوېل لور ته منظم ځای جوړ کړی او ټاکل شوې ده چې هغوی ټول دغه نوي ځای ته ولېږدول شي.
د پلعلم ښار یوه اوسېدونکي محمدنسیم پژواک خبري اژانس ته وویل، د ښاروالۍ له دغه اقدام سره به د ښار ټولې څلورلارې او سړکونه له ګڼېګوڼې خلاص شي.
هغه غوښتنه وکړه چې دا پرېکړه دې پر ټولو ناقانونه غرفو او لاسي کراچیو یو شان عملي شي.
خو بلخوا د پلعلم ښار د رخت مارکېټ ته څېرمه یوه غرفهلرونکي عبدالشکور پژواک خبري اژانس ته وویل، د ښاروالۍ او امنیتي ځواکونو له لوري سلګونه غرفې او لاسي کراچۍ د دوی د سترګو پر وړاندې په ډېرې بېرحمۍ ویجاړې شوې او سلګونه کسان وزګار شول.
هغه زیاته کړه، غرفه او کراچۍ لرونکي دومره توان نه لري چې د ښاروالۍ له لوري په ټاکل شوې ساحه کې ځای په کرایه ونیسي.
له دې مخکې هم د پلعلم ښاروالۍ له لوري ورته کمپاینونه شوي خو لنډه موده وروسته بېرته د ښار سړکونه او څلورلارې غرفو او لاسي کراچیو پر سر اخیستي وو.
Views: 181
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن