پل علم (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۱): د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په مرکز پل علم کې د «فکري انسجام» په نوم د والیبال سیالۍ پيل شوې.
د اطلاعاتو او کلتور رییس رفیعالله صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل، دا سیالۍ له سپورټ امریت سره په همغږۍ د ولایت په کچه جوړې شوې چې پکې د والیبال ۱۵ غوره لوبډلې ګډون لري.
هغه زیاته کړه، د دغو سیالیو له جوړولو یې موخه د ځوانانو ترمنځ فکري یووالی، همغږي رامنځته کول او ځوانانو ته سالمه بوختیا برابرول دي.
دی وايي، اړوند ریاست هڅه کوي چې د مرکز پل علم په ګډون په ټولو ولسوالیو کې ځوانانو ته په فرهنګي، تعلیمي، هنري او ورزشي برخو کې د زدهکړو او سیالیو زمینه برابره کړي.
بلخوا، د لوګر ولایت د المپیک ادارې امر انجنیر مزمل نعیمزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د والیبال د ۱۵ غوره لوبډلو ترمنځ دا سیالۍ درې اونۍ دوام ولري.
هغه زیاته کړه، د سیالیو په پای کې به لومړی، دویم او درېیم مقام ګټونکو لوبډلو ته ډالۍ هم ورکړل شي.
د والیبال یادو سیالیو یوه لوبغاړي کریمالله پژواک خبري اژانس ته وویل، لومړی ځل دی چې په لوګر کې د والیبال سیالۍ جوړېږي.
هغه غوښتنه وکړه چې ورته سیالۍ دې په ولسوالیو کې هم جوړې شي.
تر دې وړاندې د لوګر ولایت د المپیک امریت له لوري په مرکز پل علم کې د ۲۲ ولایتونو ترمنځ د ووشو غوراوي سیالۍ جوړې شوې وې.
Views: 63
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن