ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې په تېر يوه کال کې ١١ ماشومان د تلسیميا ناروغۍ له امله مړه شوي

18 Dec 2022 - 14:45
18 Dec 2022 - 14:45

مزارشریف (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د بلخ ډاکټران تلسیمیا یوه ارثي ناروغي بولي او وايي، په هېواد دننه يې بشپړه درملنه ناشونې ده، خو ناروغان بيا وایي چې حکومت دې ورته په بهر کې د درملنې زمینه برابره کړي.

ډاکټران وایي، تلسیميا یوه ارثي ناروغي ده او د جنیټکي اختلالاتو له امله رامنځته کېږي؛ دغه ناروغان باید د اړتیا پرمهال له روغتیايي مرکزونو څخه په منظم او دوامدار ډول وینه ترلاسه کړي.

د بلخ حوزوي روغتون د ماشومانو څانګې ډاکټر عبدالرووف فروغ وایي، په هېواد کې پر تلسیميا اخته ناروغان یوازې په منظمه توګه د وینې په تطبیق سره ژوندي پاتې کېدای شي، خو پوره درملنه یې په هېواد کې دننه ناشونې ده.

هغه وایي، پر دغې ناروغۍ اخته کسان باید له روغتیایي مرکزونو څخه په منظمه توګه وینه ترلاسه کړي او له هېوادوالو يې وغوښتل چې دوی ته د وینې په ورکړې سره د دغو ناروغانو مرسته وکړي.

بلخوا، پر یادې ناروغۍ اخته کسان او ناروغ‌لرونکي له حکومته غواړي څو په بهر کې ورته د درملنې زمینه برابره کړي.

د بلخ اوسېدونکې حمېرا چې د همدې ناروغۍ له امله خپله لور او زوى یې له لاسه ورکړي، پژواک ته وويل چې درې نور ماشومان يې پر ورته ناروغۍ اخته دي.

هغې له حکومته غوښتنه وکړه چې پر تلسیميا اخته ناروغانو ته په بهر کې د درملنې زمینه برابره کړي.

محمد سرور هم چې یو زوی یې پر دغې ناروغۍ اخته دی وایي، د زوى د درملنې توان نه لري، حکومت دې ورته په بهر کې د درملنې زمينه برابره کړي.

عایشه او ستایش پر دغې ناروغۍ اخته دوه ماشومان بیا له خلکو غواړي څو دوی ته د وینې په ورکړې سره یې ژوند وژغوري او له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د درملنې لپاره یې بهر ته ولېږدوي.

په همدې حال کې، د بلخ عامې روغتیا مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې دا مهال ۲۵۰ ماشومان پر تلاسیميا ناروغۍ اخته دي او په میاشتنۍ توګه ۱۶۰ زره سي‌سي وینې ته اړتیا لري.

د بلخ حوزوي روغتون آمر ډاکټر محمداشرف روان وایي، له دوی سره پر تلاسیميا ناروغۍ اخته ۲۵۰ ماشومان ثبت او راجستر دي چې په میاشتنۍ توګه ۱۶۰ زره سي‌سي وینې ته اړتیا لري.

د هغه په وینا، د بلخ حوزوي روغتون دوی ته په وړیا او دومداره توګه وینه ورکوي خو بهر ته د ناروغانو د لېږد لپاره دا مهال کوم پلان نه لري.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې په تېر یوه کال پر تلاسیميا اخته ۱۱ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

Views: 41

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version