ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلوچستان کې د یو افسر په ګډون پنځه پاکستاني سرتیري وژل شوي

26 Dec 2022 - 08:38
26 Dec 2022 - 08:38

اټلانټا (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۱): په بلوچستان ایالت کې د یوې چاودنې له امله د یو افسر په ګډون پنځه پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامو اړیکو له دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا چاودنه پرون د بلوچستان په کوهلو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې د پوځ سرتیرو هلته چاڼیز عملیات ترسره کول، چې ناڅاپه یې پر یوه موټر چاودنه وشوه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې چاودنه کې د یو  افسر په ګډون پنځه سرتیري وژل شوي دي.

بلخوا ځینو سرچینو ویلي چې، په دې چاودنه کې شپږ نور سرتیري ټپیان شوي هم دي.

دا په تېره یوه اونۍ کې دویم ځل دی چې بلوچستان کې د پاکستان پر پوځ برید کیږي، درې ورځې مخکې په یوه برید کې څلور سرتیري وژل شوي وو.

Views: 114

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version