کابل (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۱): د ملي دفاع وزارت وایي، د سردار محمدداوود خان په پوځي روغتون کې د څلوېښتکلنې جګړې د معلولینو او فلج شوو جنګیالیو پالنې او روزنې مرکز پرانیستل شو.
د ملي دفاع وزارت په خپله ټویټرپاڼه کې ويلي: «د شهید سردار محمدداوود خان په (نمبردو) روغتون کې د ۴۰ کلنې جګړې د معلولینو او فلج شوو جنګیالیو د پالنې او روزنې مرکز افتتاح شو.»
سرچينه زياتوي، یاد مرکز د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د هدایت پر اساس د یاد وزارت د رهبري له لوري پرانیستل شو.
سرچینې زیاته کړې، په دغه روزنیز مرکز کې به ټولو معلولینو او فلج شوو کسانو ته د دیني او سواد زدهکړو ترڅنګ په حرفوي (موبایل ترمیم، خیاطي، لاسي صنایعو او بوټ جوړولو) څانګو کې روزنه ورکول کېږي.
سرچینه کاږي، په دې پرانیستغونډه کې د ملي دفاع وزارت مشرتابه، د نورو وزارتونو مسوولینو، مشرانو او ګڼ شمېر معلولینو ګډون کړی و.
د سرچینې په وینا، مسوولینو معلولینو ته د ژوند د هر ډول اسانتیاوو برابرولو ژمنه وکړه.
Views: 122
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن