ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر افغانانو امریکا کې د سپینې ماڼۍ مخې ته د ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار په ملاتړ لاریون وکړ

یو شمېر افغانانو امریکا کې د سپینې ماڼۍ مخې ته د ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار په ملاتړ لاریون وکړ

author avatar
2 Jan 2023 - 04:24
یو شمېر افغانانو امریکا کې د سپینې ماڼۍ مخې ته د ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار په ملاتړ لاریون وکړ
author avatar
2 Jan 2023 - 04:24

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۱): په امریکا کې مېشتو یو شمېر افغانانو د دغه هېواد پلازمېنه واشنګټن کې د سپینې ماڼې مخې ته د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار په ملاتړ لاریون وکړ.

په واشنګټن کې مېشت افغان خبریال حکمت سروش د مرغومي په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه لاریون کې د امریکا په مریلینډ، ورجینیا او واشنګټن کې مېشت ګڼ شمېر افغانانو ګډون کړی و.

هغه زیاته کړه چې د لاریون په ګډونوالو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو او د افغان نجونو د زده‌کړو او ښځو د کار په ملاتړ یې شعارونه ورکول.

سروش وایي، د لاریون ګډونوالو د امریکا له ولسمشر جو بایډن او نړۍولې ټولنې غوښتنه وکړه چې د افغان مېرمنو ترڅنګ ودریږي او د افغانستان سرپرست حکومت له خوا پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو پر ضد د دوی د مبارزې ملاتړ وکړي.

د لاریون یوه ګډونوال میرولي جان لکڼوال پژواک اژانس ته وویل چې دوی نن د افغان نجونو او ښځو له حقونو د ملاتړ په موخه راټول شوي او له هغوی سره خپل یووالی څرګندوي.

هغه زیاته کړه: «اسلام نجونو ته د زده‌کړو حق ورکړی، موږ هم غواړو هغه ټول حقوق چې اسلام ښځو او نجونو ته ورکړي، باید ورکړل شي.»

د لاریون یوې ګډونوالې رڼا درانۍ غورځنګ پژواک ته وویل، دوی نن ځکه دلته راټول شوي څو د افغان مظلومو مېرمنو او نجونو غږ نړۍوالو ته ورسوي.

نوموړې زیاته کړه، له افغان نجونو او ښځو ټول بنسټیز حقوق اخیستل شوي او دوی غواړي چې هغوی ته بېرته د زده‌کړو او کار حقوق ورکړل شي.

دغه راز د سپینې مخې ته راټول شوو لاریونوالو له نړۍوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې څو د افغانستان سرپرست حکومت د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار لګېدلي بندیزونه لري نه کړي، تعاملات ورسره ودروي.

د دغه لاریون په پرېکړه‌لیک کې دغه راز له افغانستانه بهر د سرپرست حکومت د سیاسي دفترونو تړلو او د هغوی  د مشرانو د شتمنیو کنګل کېدو غوښتنه شوې ده.

د یادونې ده، د افغانستان سرپرست حکومت تېر کال لومړی د نجونو پر ثانوي زده‌کړو بندیز ولګاوه او څو ورځې مخکې یې د هغوی لوړو زده‌کړې هم وځنډولې.

دغه راز څو ورځې مخکې یې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار هم بندیز ولګاوه چې په پراخه کچه له نړۍوال غبرګون سره مخ شو.

[/restrict]

Views: 110

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.