کابل (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۱): اقتصادي کمېسیون پرېکړه کړې چې د کندهار، ننګرهار، هرات او بلخ ولایتونو په ګډون د افغانستان په هر بندر کې د خوړو، درملو او نورو توکو معاینې لپاره واحد کمپلیکس جوړ شي او هره اړونده اداره دې پکې خپل لابراتوارونه فعال کړي.
د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال له دفتره پژواک اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
سرچينه کاږي، په دې غونډه کې پر یو لړ موضوعاتو بحث وشو چې یوه یې په لغمان ولایت کې د شاهي کانال جوړېدو موضوع وه. په دې اړه پرېکړه وشوه چې د زمینداور پروژې ته ټاکل شوې کمېټه دې په دې تفکیک سره چې مشري به یې د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا کېږي، د لغمان شاهي کانال په اړه تخنیکي او مالي څېړنه وکړي او خپل راپور دې له اقتصادي کمېسیون سره شریک کړي.
دغهراز په یاده غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کندهار، ننګرهار، هرات او بلخ ولایتونو په شمول، د افغانستان په هر بندر کې دې د خوړو، درملو او نورو توکو د معاینې په موخه واحد کمپلیکس جوړ شي او هره اړونده اداره دې په دغو کمپلیکسونو کې خپل لابراتوارونه فعال کړي.
په یاده غونډه کې ویل شوي چې د یادو کمپلیکسونو د ودانیزو چارو ترسره کولو او د معاینو اجراء کولو عملیاتي چارې دې خصوصي شرکتونو ته په عامه – خصوصي اوږدمهاله قراردادونو ورکړل شي، د یادې چارې تر بشپړېدو دې د خوړو او درملو د معاینې چارې د خوړو او درملو ادارې له خوا د پخوا په شان پر مخ ځي، د خوړو او درملو اداره دې په ښارونو کې د خوړو او درملو د معاینې په موخه د خوړو ۸ او د درملو ۴ لابراتوارونو قراردادونه خصوصي شرکتونو ته د داوطلبۍ لپاره وړاندې کړي.
د غونډې په بله برخه کې تر هراړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت لابراتوارونه دې په بندرونو کې د جوړېدونکو کمپلیکسونو په جوړښت کې په نظر کې ونیول شي. همداراز د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت د نباتاتو قرنطین او روغتیا ساتنې کمېټې پر پرېکړو غور وکړي او خپل نظریات دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.
ورپسې د هېواد له طبیعي سرچینو څخه په ګټې اخیستنې سره د اساسي درملو د تولید د پراختیا طرحې په اړه خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې د ابن سینا د درملو دولتي شرکت دې خپله طرحه له مالیې وزارت سره شریکه کړي. مالیې وزارت دې د یاد شرکت طرحه له دولتي بانکونو سره شریکه او د اسلامي بانکدارۍ د اصولو په رڼا کې دې د یوه بانک مالي ملاتړ ترلاسه کړي.
همدارنګه په غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري له چینایي شرکت سره په جوزجان ولایت کې د ۳۰۰ مېګا واټه ګازي برېښنا فابریکې جوړولو او له ترکي شرکت سره د سروبي دویم برېښنا بند د جوړولو هوکړهلیکونو په تړاو بحث وشو.
له بحث وروسته پرېکړه وشوه چې له یادو شرکتونو سره د هوکړهلیکونو موضوع تائید ده. د کانونو او پټرولیم وزارت دې په جوزجان ولایت کې د چیني شرکت د پروژې اړوند د ګازو ذخایرو د کفایت په اړه ډاډ حاصل کړي، د یادو چارو تر بشپړېدو وروسته دې د اوبو او انرژۍ وزارت د یادو شرکتونو قراردادونه د منظورۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.
ورپسې د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د بوستان سبز له فابریکې څخه له نږدې لیدنه وکړي او خپل راپور دې له اقتصادي کمېسیون سره شریک کړي.
د غونډې په پای کې د افغانستان ملي اقتصادي مشورتي بورډ د جوړېدو پر موضوع بحث وشو. پرېکړه وشوه چې د افغانستان د ملي اقتصادي مشورتي بورډ د ايجاد موضوع تایید ده. د یاد بورډ د رامنځته کولو طرحه دې له وزارتونو او اړوندو ادارو سره شریکه شي او دوی دې د طرحې په اړه خپل نظرونه د اقتصادي کمېسیون دارالانشاء ته وسپاري.
Views: 355
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن