ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جګړې اغېزې؛ ۴۰ کلن فراهي چې وروسته له پنځو کلونو بې‌ځایه کېدو بېرته خپل کنډواله کلي ته ستون شوی

5 Jan 2023 - 14:06
5 Jan 2023 - 14:06

فراه (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۱): د فراه د پشترود ولسوالۍ اوسېدونکی ۴۰ کلن عبدالسلام وايي، کلی یې په تېرو شلو کلونو کې د جګړې لومړۍ کرښه وه او اوسېدونکي يې نورو سیمو ته کډه شوي وو؛ خو اوس د جنګ په پای ته رسېدو سره بېرته خپل کنډواله کلي ته راستانه شوي دي.

هغه وايي: «موږ د تپه شېران کلي ټول اوسېدونکي د جګړې او ناامنۍ له امله له خپل کلي وتلي وو او زه خپله څلورنیم کاله په فراه ښار کې اوسېدم، یونیم کال مخکې بېرته خپل کلي ته راغلم، خو هرڅه وران دي او کلی مو پر یوه کنډواله بدل شوی دی.»

نوموړی وايي، اوس اووه اولادونه لري او په ښار کې د ژوند لګښت پوره کول په یوازې سر ورته ناشونی و.

عبدالسلام زیاته کړه: «که څه هم کلی مو په بشپړ ډول وران شوی او ژوند پکې سخت دی، خو چې هرڅه وي زموږ د خاپوړو وطن دی او هېڅکله يې نشو هېرولی.»

نوموړي وویل، کله چې د پخوانیو جګړو له امله سختې شپې او ورځې ورته يادې شي، نو پر اوسني وضعیت شکر وباسي چې خلک لږ تر لږه ازاد ژوند لري.

هغه وايي: «تېرې ناامنۍ به مې هېڅکله هېرې نه شي، خلکو ته يې رواني ستونزې پيدا کړې وې، نه مو شپه په کرار وه او نه ورځ، هر وخت به جنګ او بمبارۍ وې.»

هغه د خپل ژوند داستان اورولو په بهیر کې د خپل اووه کلن زوی پر سر لاس راکښه او زیاته يې کړه: «په موږ خو ژوند تېر دی، خدای دې دوی ته خیر کوي چې څه حال به يې وي.»

نوموړي وویل، د بچیانو راتلونکي ته ډېر اندېښمن دی او پنځه وخته لمانځه کې دعا کوي چې خدای دې نور هېواد له جګړو او ناامنیو وساتي.

د فراه ولایت دغه اوسېدونکی وايي، ټول کلی يې ویجاړ شوی او تر اوسه حکومت یا کومې موسسې مرسته نه ده کړې.

هغه زیاتوي، په همدغه کنډواله کې يې ژوند خوښ دی خو خدای دې بیا جګړه نه پېښوي.

د یاد کلي یو بل اوسېدونکی عبدالخالق هم وايي، د تېرو جګړو له امله ټول خلک له کلي کډه شوي وو او اوس ډېری اوسېدونکي یې بېرته راستانه شوي دي.

ده وویل: «د تېرو جګړو له امله زموږ ټول کلیوال بېلابېلو سیمو ته کډه شول، اوس ځيني کلي ته تللي او ځيني لا هم نه دي ورغلي، ځکه کلی وران شوی دی.»

نوموړی وايي، خپله هم له ۱۰ کسیزې کورنۍ سره په فراه ښار کې ژوند کوي او په وینا يې، کلي ته ځکه نه دي تللي چې کور يې په بشپړ ډول وران شوی او بېرته جوړول يې وخت او لګښت ته اړتیا لري.

د یادونې ده، په تېره شل کلنه جګړه کې د هوايي بریدونو، چاپو او ناامنیو له امله ډېری خلک ښارونو ته کډه شوي وو او د جګړې په ختمېدو سره بېرته خپلو سیمو ته تللي، خو ډېری يې د استوګنې کورونو له نشتوالي او د څښاک پاکو اوبو کمښت سره مخ دي.

Views: 210

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version