ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د وران شوي کلي په غېږ کې راټوکېدلې هیلې!

20 Dec 2021 - 10:49
20 Dec 2021 - 10:49

فراه (پژواک، ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۰): د جګړوځپلي «دهک» اوسېدونکي، د جګړو له پای سره، په داسې حال کې خپلو ورانو جونګړو ته راګرځېدلي او د جوړېدو هڅې یې کوي، چې جګړو وېرولو زړونو کې یې د سولې خوښۍ ټوپونه وهي.

دهک د فراه په مرکز کې هغه کلی دی چې شاوخوا  ۷ کیلومتره لرې د فراه ښار په شمال ختیځ کې پروت دی.

د کندهار – هرات لویي لارې ته غځېدلی سړک چې د فراه – فراهرود سړک یې بولي، د یاد جګړو نړولي کلي په منځ کې تېریږي.

یاد کلی که څه هم چې د فراه ښار دروازه ده، خو شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د جګړې لومړۍ کرښه وه.

دلته هر څه وران معلومیږي، د جګړې نښې د دغه کلي پر هر کور له ورایه ښکاري؛ په تېره د کلي په لوېدیځه برخه کې جګړو نړولي او سوځولي کورونه، باروتو سوي باغونه او د باغونو نړېدلي او پر ځمکه پراته دېوالونه د هر چا پام ځانته اړوي.

خو اوس چې هلته جګړې درېدلې دي، ځینو د خپلو ورانو کورونو بیا رغونه پیل کړې، خو ځینې د خپلو ورانو جونګړو یواځې ننداره کوي؛ ځکه چې د جوړولو وس یې نه لري.

په دغو جګړوځپلي کلي کې تر اتیا ډېر کورونه د جګړې له امله وران شوي او یوازې جومات یې روغ ښکاري، چې ماشومان یې په انګړ کې لوبې کوي او مشران یې د عبادت کولو لپاره یوازنی جوړ ځای بولي.

دغه کورونه په یاد کلي کې د تېر حکومت د یوې امنیتي پوستې په شاوخوا کې موقعیت لري. د سیمې اوسېدونکي وایي چې دا ټول کورونه شاوخوا اووه میاشتې مخکې په درېیو ورځو کې د تېر حکومت د ځواکونو په بریدونو کې وران شوي دي.

عبیدالله  د دهک کلي یو اوسېدونکی چې ۲۴ کاله عمر لري، پر ځمکه اوبه لګوي او پر پوله یې د خبرونو اورېدو لپاره راډیو چالانه کړې ده.

هغه سره له دې چې له بد اقتصادي وضعیت څخه سرټکوي، راتلونکې ته هیله مند ښکاري.

عبیدالله وایي، خوښ دی چې اوس په دغه سیمه کې جګړه نشته او سوله ده.

دی وایي:« فعلا جنګ، جګړه نشته، سوله او ثبات حاکم دی، پخوا مو دلته کښت نه شو کولای، پوستې ټکان کول، د شپې له طرفه ډیسي توپونه پر کلي اورېدل.»

عبیدالله د خپل کاکا د کورنۍ غمیزه یادوي، وایي چې د جګړو پر مهال یې د کاکا پر کور د ډیسي توپ ګولۍ ولګېده او له امله یې د هغه کاکا او د کاکا مېرمنې ژوند له لاسه ورکړ او دوه ماشومان یې ټپیان شول.

هغه زیاتوي چې لوی د عنابو باغ یې درلود، داسې باغ چې هرکال به یې سل منه عناب ترې راټولول، خو د تېر حکومت امنیتي ځواکونو د دغه باغ ونې ځکه پرې کړې چې ګواکې پوستې ته مزاحمت وو.

عبیدالله چې تېرو جګړو یې کور نړولی و او له خپل کلي له کورنۍ سره د فراه مرکز ته کډه شوی و، اوس یې په پلرني کلي کې دوه خونې جوړې کړې دي.

ده وویل، که څه هم اقتصادي ستونزو یې ژوند تریخ کړی، خو کښت په ارام زړه خړوبوي او خوښ دی چې له بېځایه توبه ژغورل شوی او خپل کلي ته راغلی دی.

دهک کې یوازې عبیدالله نه دی چې د خپل وران کلي کیسه یې کوله، نورمحمد چې د کار کالي یې اغوستي او د خپل ړنګ کور په بیا جوړولو بوخت دی، وایي: « دا ځای چې تاسو وینئ دلته دوه کورونه اباد وو، د جګړو پر مهال دواړه وران شول، یو زما و او یو مې د زوی.»

په دغو جګړوځپلي کلي کې د موټرو تګ راتګ دا هیله را ژوندۍ کوي چې دهک به بیا جوړ شي.

نورمحمد له اوسني وضعیت څخه خوښ ښکاري، وایې کلیوال یې لګیا دي د کورونو جوړول یې پیل کړي او وران کلی یې ورو، ورو بېرته پخوانۍ ښکلا پیدا کوي.

هغه وایي: «کلیوال راغلي دي، عبیدالله کښت کړی دی، دا ټول د سولې برکت دی. دا چي د جګړي ټغر ټول شوی دا لوی نعمت دی.»

شاوخوا اتیا کلن محمد نادر او محمد افضل هم د تېرو جګړو ترخې کیسې کوي او خوښ دي چې د جګړو وېره له منځه تللې ده.

هغوی وایي، اوس یې ستونزه دا ده چې د ورانو کورونو د جوړولو وس نه لري او ورځني ژوند هم په ډېرې سختۍ کوي. دوی زیاتوي، د کورونو هر څه یې تر خاورو لاندې شوي وو، او اوس یې د خاورو له انبارونو راوباسي.

محمدنادر چې د یاد کلي په بله سیمه کې یې ژوند کاوه، خو اوس یې په خپله سیمه کې څو خونې جوړې کړي، وایي:« موږ د لوږې او تندې غم نه کوو، خیر دی، الله مهربانه دی، خو خوښ یو چې اوس سوله راغلې ده. ټولو ته وایم چې نور د خدای لپاره جګړه ونه کړئ؛ ځکه زموږ هېوادوال نور د جګړې توان نه لري.»

د دهک کلي اوسېدونکي د عبیدالله کار – چې هم یي خپل کور جوړ کړی او هم یي کښت کړی – ستایي او وایي د کلي نور ځوانان دې هم د خپلو کورونو بیا جوړولو ته مټې بډ وهي، تر څو خړې او باروتو وهلي کوڅې بیا د ماشومانو په تګ راتګ او ساعت تېریو ښکلې شي.

هغوی له حکومت او مرسته کوونکو موسسو غواړي چې د وران دهک په جوړولو کې ورسره مرستې وکړي.

Views: 713

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version