[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۱): د ایران حکومت دوه نور لاریونکوونکي د یوه امنیتي مامور د وژلو په جرم اعدام کړي دي.
ایراني رسنیو خبر ورکړی چې محمد مهدي کرمي او سیدمحمد حسیني چې د روحالله عجمیان د وژلو اصلي عاملین بلل شوي وو، نن سهار اعدام شول.
څارنوالانو ویلي، وژل شوی ۲۷ کلن امنیتي ساتونکی د یوې ډلې ماتمکوونکو له خوا چې یوه وژل شوي لاریونکوونکي ته یې د درناوي مراتب وړاندې کول، لومړی بربنډ او بیا وژل شوی و.
د ایران حکومت له دې دوو کسانو مخکې دوه نور کسان هم په هغه هېواد کې د پراخو پیل شوو مظاهرو له امله چې د پولیسو په قید کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني له مړینې وروسته پیل شوي، اعدام کړي وو.
لومړني دوه کسان د تېر کال په ډسمبر میاشت کې اعدام شول او د ایران حکومت دغه کار نه یوازې نړۍوال غبرګونونه راوپارول، بلکې د هغه هېواد پر وړاندې د غرب نورو بندیزونو لګېدو لامل شول.
دغه دوه کسان په داسې حال کې اعدامیږي چې له دې مخکې د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو د هغوی د نه اعدام غوښتنه کړې وه. د یو اعدام شوي کس پلار هم د ایرن له قضایه قوې غوښتي وو چې زوی یې اعدام نه کړي.
د بښنې نړۍوال سازمان د دغو دوو کسانو “عاجله ناعادلانه ډلهییزه محاکمه” غندلې وه او ویلي وو چې دغه بهیر یوه معنادار قضایي جریان ته هیڅ ورته والی نه درلود.
د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د پولیسو په قید کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني له وژل کېدو وروسته، د پیل شوو مظاهرو له امله د ایران حکومت په زرګونه کسان نیولي او تر ۵۰۰ زیات یې وژلي دي.
[/restrict]
Views: 48
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن