ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په وروستیو څو میاشتو کې کندوز کې د چرګانو ۹۵۰ فارمونه تړل شوي

16 Jan 2023 - 19:53
16 Jan 2023 - 19:53

کندوز (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۱): په کندوز کې یو شمېر د چرګانو فارم‌لرونکي وايي، په تېرو څو میاشتو کې یې تولیدات کم شوي او د چرګانو روزنې له ۱۲۰۰ فارمونو څخه ۹۵۰ یې خپل فعالیتونه درولي دي.

د چرګانو ساتنې اتحادیې مسوولین د کلدارو پر وړاندې د اسعارو بیې او له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستانه د چرګانو واردول د دوی د کاروبار پیکه کېدو اصلي لاملونه بولي او له حکومته غواړي څو دغه ستونزې یې هوارې کړي.

په کندوز کې د چرګانو فارم‌لرونکو اتحادیې رییس عبدالوالي سرحدي پژواک اژانس ته وویل: «په کندوز کې په ټولیز ډول ۱۲۰۰ فارمونه شته چې ۲۵۰ یې فعال دي، د فارمونو د کمښت لامل دا دی چې د هېواد مرکز له بهرنیو اموالو ډک دی او زموږ اموال نه خرڅېږي، ټول فارمونه له سقوط سره مخ دي.»

نوموړی له مسوولینو غواړي چې د بهرنیو غوښو واردات ودروي او له داخلي تولیداتو ملاتړ وکړي.

په همدې حال کې، د چرګانو یو شمېر فارم‌لرونکي د بازار نشتوالي او‎ نورو ستونزو خبره کوي.

د جمعه‌ګل په نوم یو فارم‌لرونکی وایي چې په وروستیو څو میاشتو کې یې خرڅلاو کم شوی دی.

هغه د دغه کار لامل له ایران او پاکستانه د چرګ غوښې واردول بولي.

بل‌خوا، د کندوز د کرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر نجیب‌الله حسن د یادو ستونزو پر هواري ټینګار کوي.

هغه وویل: «موږ د فارم‌لرونکو ستونزې تاییدوو، د فارم‌لرونکو لپاره د بازارموندنې زمینې برابرولو په هڅه کې یو.»

هغه وویل، د فارم‌لرونکو ستونزې له کرنې وزارت سره شریکوي ‎څو دغه وزارت له بهره په واردېدونکو غوښو مالیه لوړه کړي، کله چې مالیه لوړه شي نو د بهرنیو غوښو د واردېدو مخه به ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د وروستیو وچکالیو له امله د کندوز اوسېدونکو ته هم ډېر زیانونه اوښتي دي.

Views: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version