ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چرګانو فارم‌لرونکو اتحادیه: په ټول هېواد کې د چرګانو څه باندې ۵۶۰۰ فارمونه تړل شوي

20 Feb 2023 - 11:52
20 Feb 2023 - 11:52

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د افغانستان د چرګانو تولید او پروسس اتحادیې مسوولین وایي، د اقتصادي ستونزو، له بهره د چرګانو واردېدو او د خوراکي توکو بيو لوړېدو له امله په هېواد کې د چرګانو څه باندې ۵۶۰۰ فارمونه تړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په یو شمېر ولایتونو کې د روان ژمي او سړې هوا له امله ګڼ شمېر چرګان تلف شوي او فارم‌لرونکو ته يې مالي زيانونه هم اړولي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د افغانستان د چرګانو تولید او پروسس اتحادیې رییس معروف ظفر پژواک ته وویل، شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې په افغانستان کې د چرګانو ۱۰۸۲۷ فارمونو فعاليت درلود.

خو دى وايي، دا مهال له ياد شمېر څخه د چرګ غوښې د تولید شاوخوا ۵۰۰۰ او د هګیو چرګو ۲۰۰ فارمونه فعال دي او ۵۶۲۷ فارمونه تړل شوي دي.

دی وایي، په تړل شوو یو شمېر هغه فارمونه هم شامل دي چې په محلي کچه خلکو د چرګوړو د تولید لپاره جوړ کړي وو.

نوموړي وویل: «اوس په هېواد کې د اقتصادي ستونزو، له بهره د چرګانو وارداتو زیاتوالي او د چرګ دانې لوړېدو له امله دغه صنعت د له منځه تلو په حال کې دی او کوم چې پاتې دي، که ستونزې یې حل نه شي، هغه به هم وتړل شي.»

دی وایي، که حکومت هېواد ته د ژوندیو چرګانو او هګیو وارداتو مخه ونیسي، نو ډېر خلک به په دې برخه کې پانګونه وکړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، شاوخوا دوه کاله مخکې په افغانستان کې د چرګانو هګيو یو کلن توليدات شاوخوا يو ميليارد هګیو رسېدل خو اوس يې کچه پنځه سوه ميليون ته راټيټه شوې ده.

هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې له فارم‌لرونکو ملاتړ وکړي، هېواد ته دې د ژوندیو چرګانو او د غوښې وارداتو مخه ونیسي.

دغه راز د چرګانو یوه فارم‌‌لرونکي انصارالله خان پژواک ته وویل چې په دې وروستيو کې د چرګانو دانه ګرانه شوې نو ځکه يې کاروبار له ستونزو سره مخ شوى دى.

هغه وایي: «موږ چرګانو ته خپله دانه جوړوله، خو اوس ګټه نه کوو؛ ځکه له هغو موادو چې د چرګانو دانه جوړوو، هغه قيمت شوي دي نو د ګټې پر ځاى تاوان کوو.»

هغه هم وويل چې دا مهال د چرګانو غوښې او هګيو د توليد فارمونه تړل شوي او تر ډېره هګۍ او چرګان له بهره راوړل کېږي.

د اړوندې موضوع په اړه د سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده پژواک ته وویل، اوس په دولتي ادارو کې د داخلي هګیو او چرګانو له غوښې استفاده کېږي چې دا د دغه صنعت د پرمختګ لپاره يو مهم ګام دى.

هغه وویل: «موږ به هيڅکله اجازه ورنه کړو چې زموږ خصوصي سکټور زیانمن شي.»

نوموړی زیاتوي، څو اونۍ مخکې کابینې پرېکړه وکړه چې دولتي ادارې دې له داخلي تولیداتو استفاده وکړي څو کورني تولیدات پرمختګ وکړي.

دی وایي، د حکومت دغه پرېکړه د خصوصي سکټور د راتلونکي لپاره هيله بښونکې ده.

د یادونې ده، څو ورځې مخکې په بلخ کې هم فارم‌لرونکو پژواک ته ویلي وو چې د چرګانو د درملو او خوراکي توکو بيو لوړېدو له امله په دغه ولایت کې څه باندې ٣٠٠ فارمونه تړل شوي دي.

Views: 583

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version