[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۱): د ماشومانو خوندیتوب نړۍوالې ادارې ویلي چې د یو شمېر ښځینه کارکوونکو په شتون سره په افغانستان کې بېرته خپل فعالیت پیلوي.
د افغانستان اقتصاد وزارت تېره میاشت د یوه مکتوب په خپرولو په هېواد کې په ټولو نادولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز ولګاوه چې په غبرګون کې یې د ماشومانو خوندیتوب نړۍوالې ادارې په ګډون یو شمېر بهرنیو موسسو خپل فعالیتونه بند کړل.
خو اوس د ماشومانو ساتنې یا خوندیتوب نړۍواله اداره (سیف د چلډرین) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی خپل درولي فعالیتونه له سره پیلوي.
د دې ادارې له خوا د مرغومي په ۲۵مه په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دوی ته د ښځینه کارکوونکو د بشپړ خوندیتوب ډاډ ورکړل شوی دی.
د دې ادارې عملیاتي مشر ډیویډ رایټ ویلي: «زموږ د کاري ځواک ۵۰ سلنه ښځه جوړوي او موږ نه شو کولی چې له هغوی پرته فعالیتونه ترسره کړو، د خدماتو په وړاندې کولو کې ښځو او نجونو ته د لاسرسي لپاره د ښځینه کارکوونکو شتون خورا اړین دی.»
هغه زیاته کړې چې که څه هم کارونه یې په ټپه ولاړ دي، خو اوس غواړي د روغتیا، تغذیې او زدهکړو برخو کې ځیني فعالیتونه له سره پیل کړو، په دې برخه کې موږ له اړوند چارواکو د باور وړ ډاډ ترلاسه کړی چې ښځینه کارکوونکې به خوندي او له کوم خنډ پرته کار کولی شي.
د افغانستان اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
[/restrict]
Views: 215
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن