کابل (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۱): د هوا په سړېدو سره د کابل ښار په قمبر څلورلارې کې خېمو کې د اوسېدونکو خلکو ژوند ستونزمن شوی او د بشري مرستو په ځانګړې توګه د سونتوکو غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ډېری ولایتونو کې له یوې اوونۍ واورې ورېدو وروسته هوا سړه شوې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ان د سانتي ګراډ په کچه منفي ۳۰ درجو ته رسېدلې ده.
د یخنۍ زیاتوالي د بېوزلو او خېمو کې مېشتو ژوند لا ستونزمن کړی، دوی د بېوزلۍ او نادارۍ له امله د خپلو استوګن ځایونو ګرمولو لپاره هیڅ نه لري.
د کابل ښار قمبر څلورلارې هغه ساحه ده چې شاوخوا سل بېوزله کورنۍ پکې تر خېمو لاندې یا خټینو کورونو کې شپې او ورځې تېروي.
له کومې ګرموونکې وسیلې پرته په داسې ځای کې ژوند کول هر چاته ستونزمن دی، خو د ماشومانو او سپینږیرو لپاره ډېر سخت دی، د دغه ځای ډېری کورنۍ د خپل استوګنځي ګرمولو لپاره هیڅ وسیله نه لري.
۳۵ کلنه پلوشه چې د اوو ماشومانو مور ده، شاوخوا اووه کاله وړاندې د ناامنيو له امله له لغمان ولايت نه کابل ته راغلې او له خپل خاوند او ماشومانو سره له چت او دروازې پرته په یوه خټینه خونه کې ژوند کوي، هغې پژواک خبري اژانس ته وويل: «ماشومان مې ناروغه دي، سږ کال هوا ډېره سړه ده، ګوزاره نه کېږي.»
په کومه خونه کې چې دا کورنۍ ژوند کوي، چت یې پر پلاستیک پوښل شوی، ناروغ ماشومان یې چې پرلهپسې ټوخېږي، تر زړو او ناپاکو بړستنو لاندې ویده دي، خو هوا دومره سړه ده چې ګواکې په انګړ کې ناست یاست.
پلوشې خپل دوه میاشتنی ماشوم چې پر سینه او بغل اخته دی او د سختې یخنۍ او ناروغۍ له امله یې ژړل، د یو څه ارامولو لپاره غېږ کې نیولی و.
د ماشومانو ناروغي او بېوزلي هغه ځوروي او په ژړغوني غږ وايي، خاوند يې خټګر دی، ځينې ورځې بېکار وي او ځينې ورځې درې سوه افغانۍ ګټي، پر دې پيسو خوراکي توکي اخلي چې د درملو، جامو او سونتوکو پېرلو لپاره پیسې نه پاتې کېږي.
پلوشه او ماشومان یې په پسرلي کې د ژمي لپاره د ښار له کوڅو او سړکونو پلاستیکونه، کاغذونه او زړې ټوټې راټولوي او کله چې په ژمي کې هوا ډېره سړه وي، له خونې بهر پرې اور بلوي او ځانونه ګرموي.
هغه له مرستندویه موسسو او حکومته غواړي چې له دې او په دغه ځای کې د دې په څېر له نورو کسانو سره چې د ژوند له سختیو سره مخ دي، مرسته وکړي.
د نازیې په نوم یوه بله مېرمن چې د ۹ اولادونو مور ده وايي، د غربت او بېوزلۍ له امله په دغه ځای کې ژوند کوي.
د هغې خاوند چې مزدورکار دی، خپلې مېرمنې او ماشومانو ته یې له پخسو یو کورګی جوړ کړی، خو دغه کور د یوې کورنۍ لپاره خوندي ځای نه دی.
نازیه وايي: «په ۱۱ کسیزه کورنۍ کې ژوند کوم، خاوند مې مزدورکار او ژوند مو ډېر خراب دی، د سون او خوراکي توکي نه لرو او ژوند مو په ډېرې سختۍ سره تېرېږي، سږ کال هوا ډېره سړه ده، وېرېږم چې اولادونه مې مړه نه شي.»
نوموړې هم له حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه د خوراکي او سونتوکو د مرستې غوښتنه کوي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، په قمبر څلورلارې کې له کېږدۍ مېشتو خلکو سره ډېرې مرستې شوې دي.
هغه زیاته کړه، د خوړو نړۍوال سازمان په همکارۍ په قمبر څلورلارې کې په خېمو کې اوسېدونکو په ګډون، کابل ولایت کې له نږدې ۱۸۰ زره بېوزله کورنیو سره مرسته شوې او دا لړۍ لاهم روانه ده.
Views: 19
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن