کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۱): د امریکا په کلفورنيا ایالت کې د يوه کس له خوا په ډزو کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
دغه مطلب «بيبيسي» د یاد ایالت د پوليسو په حواله خپور کړی او ليکلي يې دي چې دغه پېښه د کلفورنیا ایالت، د «مونتېري پارک» ښار په یوه نڅاکلب کې دننه شوې ده.
سرچينه کاږي، دا ډزې يوه سړي کړې او بیا د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.
مونتېري پارک د لاس انجلس د ختیځ په شاوخوا ۱۳ کیلومترۍ کې پروت دی.
د لاس انجلس د پولیسو یوه مشر اندریو مېیر رسنیو ته ویلي، د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.
د بيبيسي د معلومات پر بنسټ، تر دې پېښې لږ مخکې په مونتېري پارک کې زرګونه کسان د نوي کال په جشن کې د ګډون لپاره راټول شوي وو.
په امریکا کې د نوي کال جشن یوه اونۍ دوام کوي او لسګونه زره کسان په کې برخه اخلي.
Views: 134
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن