ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د پنبې د پروسس فابريکې د خامو موادو له کمښت سره مخ دي

بلخ کې د پنبې د پروسس فابريکې د خامو موادو له کمښت سره مخ دي

author avatar
23 Jan 2023 - 11:38
بلخ کې د پنبې د پروسس فابريکې د خامو موادو له کمښت سره مخ دي
author avatar
23 Jan 2023 - 11:38

مزارشریف (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱): په بلخ کې د پنبې پروسس فابريکو مسوولین وایي، سږ کال د پنبې د حاصلاتو کموالي یې کارونه ټکني کړي او راتلونکي کال ته هم اندېښمن دي.

دوی زیاتوي، سږ کال په بلخ کې طبیعي آفاتو د پنبې حاصلات زیانمن کړل او که راتلونکی کال هم حاصلات کم شي نو اړ دي چې خپلې فابريکې وتړي.

نورمحمد د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د پنبې د پروسس فابريکه لري.

هغه وایي، سږ کال په بلخ کې د پنبې کروندې د طبیعي آفاتو له امله زیانمنې شوې او دوى اړ شول چې له نورو ولایتونو څخه په لوړه بیه پنبه وپېري.

نوموړی وایي چې حکومت باید له طبیعي آفاتو سره د مبارزې په برخه کې له بزګرانو سره مرستې وکړي، کنه د پنبې کمښت به د فابریکو د تړلو لامل شي.

دغه‌راز د پنبې د پروسس يوې بلې فابريکې مسوول فضل‌احمد پژواک اژانس ته وويل، سږ کال د خامو موادو (پنبې) د کموالي له امله زیانمن شوی او که په راتلونکي کال کې هم د اړتیا وړ مواد ترلاسه نه کړي نو د خپلې فابریکې تړلو ته به اړ شي.

په همدې حال کې، د دغو شرکتونو یو شمېر کارکوونکي هم اندېښنه ښيي چې د فابریکو تړلو په صورت کې به سلګونه ځوانان وزګار شي.

په بلخ کې د پنبې د پروسس يوې فابريکې کارکوونکی سلطان محمد وايي، دی او شاوخوا ۳۵۰ نور ځوانان د پنبې پروسس په یوه فابريکه کې کار کوي خو که خام مواد ونه رسېږي او فابريکه وتړل شي نو دوى به ټول وزګار شي.

یو بل کارکوونکی سید کبیر هم وایي چې په فابريکه د کار کولو له لارې خپلې کورنۍ ته نفقه ګټي او که دغه فابريکه وتړل شي نو له ګڼو ستونزو سره به مخ شي.

په ورته مهال، د بلخ د کرنې ریاست مسوولین هم مني چې سږ کال په دغه ولایت کې طبیعي آفاتو د پنبې کروندې زیانمنې کړې دي.

د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر محمدحسین عظیمي وایي، که څه هم سږ کال د تېر کال په پرتله بلخ کې د پنبې د کښت ساحه ډېره شوې وه خو د «سینبک» په نوم یوې ناروغۍ ډېری کروندې زیانمنې کړې.

عظیمي زیاتوي، راتلونکي کال ته دغه ریاست هڅه کوي چې له بزګرانو سره د درملو او اصلاح شوو تخمونو د وېش له لارې له ورته ناروغیو سره مبارزه وکړي.

د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست د شمېرو له مخې، دا مهال په دغه ولایت کې د پنبې د پروسس ۲۲ فابریکې فعالې دي چې ډېرو یې سږ کال فعالیت پیل کړی دی.

Visits: 173

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.