ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خاص اروزګان ولسوالۍ کې پر یوې نامعلومې ناروغۍ سلګونه ماشومان اخته شوي

په خاص اروزګان ولسوالۍ کې پر یوې نامعلومې ناروغۍ سلګونه ماشومان اخته شوي

author avatar
29 Jan 2023 - 15:58
په خاص اروزګان ولسوالۍ کې پر یوې نامعلومې ناروغۍ سلګونه ماشومان اخته شوي
author avatar
29 Jan 2023 - 15:58

ترینکوټ (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۱): د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې شاوخوا ۴۰۰ ماشومان پر یوې نامعلومې ناروغۍ چې تر اوسه تشخیص شوې نه ده، اخته شوي دي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي او سیمه‌ییز مسوولین وايي، دا ناروغي د ولسوالۍ په «شالۍناوې» سیمه کې له تېرو څو ورځو راهیسې خپره شوې ده.

د یادې سیمې یوه اوسېدونکي علي‌محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرې یوې اونۍ راهیسې په شاوخوا ۴۰۰ ماشومانو کې یوه ناپېژندل شوې ناروغي خپره شوې چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

هغه زیاته کړه، دغه ماشومان چې عمرونه یې له ۳ تر ۱۰ کلونو دي، له خولو او پزو یې وینې راځي.

دی وايي، ماشومان د درملنې په موخه نږدې روغتیايي مرکز ته وړل شوي خو د ناروغۍ تشخیص او درملنه نه دي شوي.

شاکراحمد د شالۍناوې بل اوسېدونکی دی چې وايي دغه ناروغي له هغه وروسته په ماشومانو کې خپره شوې چې په سیمه کې واوره و اورېده او د سړې هوا څپه راغله.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل چې تر دې مهاله له یادې ناروغۍ څوک نه دي مړه شوي.

دی غوښتنه کوي چې سیمې ته دې مجهز روغتیايي ټیمونه ور ولېږل شي څو د ناروغۍ تشخیص او درملنه وکړي.

د خاص اروزګان ولسوالۍ مولوي محمدامین هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دې ولسوالۍ په شالۍناوې سیمه کې پر یوې ناتشخیص شوې ناروغۍ نږدې ۴۰۰ ماشومان اخته شوي دي.

دی هم وايي چې ګڼ ماشومان د ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته ور وړل شوي خو د ناروغۍ تشخیص او درملنه نه دي شوي.

نوموړي له روغتیايي مسوولینو وغوښتل چې ژر دې سیمې ته مسلکي روغتیايي ټیمونه ور ولېږي څو دغه ناروغي مهار شي.

د اروزګان روغتیا رییس ډاکټر محمدالله روحاني هم وايي چې د خاص اروزګان ولسوالۍ د شالۍناوې سیمې په ماشومانو کې یوه ناپېژندل شوې ناروغي خپره شوې ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، سیمې ته روغتیايي ډلې استول شوې او موندلې یې ده چې شاوخوا ۵۰ ماشومان پر دې ناروغي اخته شوي دي.

دی وايي، تر اوسه د ناروغي تشخیص نه دی شوی خو روغتیايي ډلې هڅه کوي ناروغي وپېژني او درملنه یې وکړي.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د هوا له سړېدو سره سلګونه ماشومان په تنفسي ناروغیو هم اخته شوي دي.

Views: 104

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.