کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان هواپېژندنې ریاست د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د شدید باران او واورې ورېدو د اټکل خبر ورکړی دی.
یاد ریاست پرون ناوخته (شنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، د روان کال د سلواغې میاشتې له ۸مې تر ۹مې د سالنګونو په ګډون په کابل، پروان، پنجشېر، کاپیسا، بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار لغمان، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل، غزني، میدان وردګ، بامیان، دایکنډي او غور ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او واورې ورېدو احتمال شته.
د سرچینې په وینا، په بېلابېلو سیمو کې د اورښت کچه له ۱۰ تر ۲۰ مليمترو پورې ده.
سرچينې دا هم ویلي چې په بېلابېلو سیمو کې د واورې اندازه د ۱۵ او ۴۰ سانتيمترو ترمنځ اټکل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې هېوادوال له بېسارې یخنۍ سره مخ دي.
تېره ورځ پېښو ته رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په افغانستان کې د سړې هوا د قربانیانو په اړه خپلې وروستۍ موندنې اعلان کړې.
د یاد وزارت مالي او اداري عمومي رییس مولوي عبدالرحمن زاهد په یوه ویډیويي کلپ کې ویلي چې د مرغومي له ۲۰مې نېټې راهیسې د سړې هوا او ګازنیونې له امله د قربانیانو شمېر ۱۶۸ کسانو ته رسېدلی دی.
هغه زیاته کړه چې دا شمېرې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې ثبت شوې دي.
Views: 72
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن