کلات (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۰۱): د زابل د کلات ښاروالۍ مسوولین وايي، د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP په مرسته د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کې ۶ زره او ۲۹۵ کسان پر کار ګومارل کېږي.
د کلات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ مدیر ضیاءالحق زاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې موخه یې سروې پیل کړې څو شپږ زره او دوه سوه پنځه نوي داسې کسان په نښه کړي چې اړ او بېروزګاره وي.
هغه زیاته کړه، دغه کسان به د خوړو نړۍوال پروګرام په ملاتړ د شپږو میاشتو لپاره د ښار پاکوالي، سمسورتیا او کوڅو جوړولو په برخو کې پر کار وګومارل شي چې هره میاشت به ۴۳۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.
نوموړی وايي، مخکې هم د یادې ادارې په مرسته شپږ زره کسان د څلورو میاشتو لپاره په ورته ډول پر کار ګومارل شوي وو.
په زابل کې د دوستانو ټولنیزې پرمختیايي موسسې/ FCDO ولایتي مسوول انجنیر بریالي بصیري پژواک خبري اژانس ته وویل، دا پروسه د دغې موسسې په تخنیکي همکاري مخې ته وړل کېږي.
هغه زیاته کړه، په دغه پروسه کې به تر ډېر هغه اړ کسان پر کار وګومارل شي چې د کونډو، یتیمانو، ناروغانو او خوارځواکو ماشومانو سرپرستې ور له غاړې وې.
په همدې حال کې، د زابل اوسېدونکي خوښ دي چې زرګونو کسانو ته د شپږو میاشتو لپاره د کار زمینه برابرېږي.
د کلات ښار یوه اوسېدونکي عزیزالله پژواک خبري اژانس ته وویل، دلته ډېر خلک بېوزله او بېروزګاره دي، په دې توګه به هغوی هم خپل ولایت ته کار وکړي او هم به خپلو اولادونو ته نفقه برابره کړي.
Views: 132
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن