پارون (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۱): د نورستان په شپږو ولسوالیو کې له دوه زره ډېر کسان د کلیوالي لارو پر جوړولو بوخت دي چې په بدل کې یې هره میاشت د خوړو نړۍوال سازمان/ WFP له لوري خوراکي توکي ورکول کېږي.
د دغه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالشکور اکبرزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د نورستان په شپږو ولسوالیو کې د کلیوالي لارو د ترمیم او جوړولو دغه پروګرام تازه پیل شوی چې شپږ میاشتې به دوام ولري.
هغه زیاته کړه، یادې لارې د نورستان ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د خوړو نړۍوال پروګرام د خوراکي توکو په بدل کې، د شپول موسسې او د کلیو بیارغونې پرمختیايي پروګرام موسسې/ RRDPO په تخنیکي همکارۍ ترمیم او جوړېږي.
نوموړی وايي، د برګمټال، کامدېش، وانټوایګل او واما ولسوالیو په ۱۵ کلیو کې دا چارې د شپول موسسې او د دواب او نورګرام ولسوالیو په ۶ کلیو کې بیا د کلیو بیارغونې پرمختیايي پروګرام موسسې پر غاړه دي.
د اکبرزِي په خبره، د روان کال په منځنیو میاشتو کې اورښتونو، واورو او سېلابونو د نورستان په ولسوالیو کې ګڼې لارې -چې کلي یو له بل سره نښلوي- خرابې کړې او خلکو یې د بېرته رغولو غوښتنه کوله.
په نورستان کې د یاد پروګرام د تطبیقکوونکې موسسې (شپول) مسوول عاشقالله ساپي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه پروګرام کې له ۲ زره ډېر کسان پر کار ګومارل شوي چې هره میاشت هر یو ته ۷۵ کیلوګرام اوړه، ۹.۳۸ کیلوګرام دال، ۶.۸۳ کیلوګرام غوړي او ۱ کیلوګرام مالګه ورکول کېږي.
د نورستان د واما ولسوالۍ د کوردر سیمې یو موټرچلوونکی ذبیحالله د دغه پروګرام کارونه ګټور بولي او زیاتوي، له یوې خوا د ولسوالیو کلیوالي سړکونه ترمیمېږي او له بلې خوا خلکو ته خوراکي توکي هم ورکول کېږي .
نورستان د هېواد په ختیځ کې غرنی ولایت دی چې ټولې لارې یې خامې دي او ځیني کلي او درې یې هیڅ سړکونه نه لري چې له امله یې خلک د اړتیا پر مهال توکي او اموال د حیواناتو په وسیله لېږدوي.
Views: 245
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن