کابل (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۱): امنیتي سرچینې وايي، په کابل کې يې څلور کسان نیولي چې د امنیتي ځواکونو په نوم يې له خلکو پیسې اخیستې.
د کابل امنیې قوماندانۍ نن (د سلواغې ۲۱مه) رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ويلي: «پولیسو د ۱۵مې حوزې په مربوطاتو کې څلور مجرمین چې د امنیتي ځواکونو له نوم څخه په ګټې اخیستنې له خلکو پیسې اخیستې، لاس په لاس نیولي دي.»
سرچینې دا نه دي ويلي چې یاد کسان يې څه وخت نیولي، خو زیاته کړې يې ده چې د هغوی دوسيې به ترتیب او اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.
Views: 279
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن