[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۱): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اروپایي هېوادونو کې خپلو سفارتونو او قونسلګریو ته لارښوونه کړې چې تر بل حکمه پورې دې افغانانو ته ویزې نه ورکوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په دې اړه یو مکتوب په ټولنیزو شبکو کې ډېر لاس په لاس کېږي چې پرې د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د فبرورۍ اتمه نېټه لیکل شوې ده.
په دغه مکتوب کې راغلي: «ټولو اړوندو دفترونو ته خبر ورکول کېږي چې افغانانو ته تر بل حکمه پورې هیڅ ډول ویزه ورنه کړل شي.»
خو په یاد مکتوب کې د دغه کار لامل نه دی په ډاګه شوی.
بلخوا، ځینو پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د بهرنیو چارو وزارت دغه اقدام وروسته له هغه کړی چې په سویډن کې د پاکستان سفارت شاوخوا ۱۶۰۰ افغانانو ته د هغوی پر جعلي اسنادو ویزې ورکړې دي.
د «پاکستان ټوډی» په نامه یوې رسنۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو په حواله خبر ورکړی چې د یادې قضیې په اړه یې پراخې پلټنې پیل کړې دي.
سرچینې زیاته کړې، په بریتانیا، هسپانیا، ایټالیا، جرمني، پرتګال، یونان، اتریش، سویس، ډنمارک، ناروې، بلجیم، سوېډن، ایرلینډ او نیدرلینډ کې سفارتونو او قونسلګرو ته ویل شوي چې افغانانو ته د ویزو له ورکړې ډډه وکړي.
دغهراز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اړوندو سفارتونو ته سپارښتنه کړې چې ورکړل شوې ویزې بېرته راټولې او لغوه یې کړي.
د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت لپاره یو ځانګړی استازی معرفي کړی، څو د افغان کډوالو ستونزې له دغه وزارت سره په وخت شریکې او حل کړي.
[/restrict]
Views: 406
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن