ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تمدن ټلوېزیون ته د امنیتي کسانو پر ننوتلو نيوکې؛ حماد: په سیمه کې تلاشي وه، له کارکوونکو سره یې ناسم چلند نه دی شوی

تمدن ټلوېزیون ته د امنیتي کسانو پر ننوتلو نيوکې؛ حماد: په سیمه کې تلاشي وه، له کارکوونکو سره یې ناسم چلند نه دی شوی

author avatar
16 Feb 2023 - 17:20
تمدن ټلوېزیون ته د امنیتي کسانو پر ننوتلو نيوکې؛ حماد: په سیمه کې تلاشي وه، له کارکوونکو سره یې ناسم چلند نه دی شوی
author avatar
16 Feb 2023 - 17:20

کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۱): د رسنیو ځیني ملاتړي بنسټونه د «تمدن» خصوصي ټلوېزیون دفتر ته د امنیتي کسانو پر ننوتو او له کارکوونکو سره یې پر چلند نیوکه کوي، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، امنیتي کسان په سیمه کې د کورونو تلاشۍ پر مهال د ټلوېزیون دفتر ته هم دننه شوي خو له چا سره یې ناسم چلند نه دی کړی.

د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنه وايي، د دوی لومړنۍ څېړنې ښيي چې د کورنيو چارو وزارت کسان د سه شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۵مه) کابل کې د تمدن ټلوېزيون دفتر ته دننه شوي دي.

یادې ټولنې د تمدن ټلوېزيون مسوولینو په حواله لیکلي، نظاميانو د دې ترڅنګ چې د دغه ټلوېزيون يو شخصي موټر او یو دولتي موټر – چې د کورنيو چارو وزارت رسمي جواز يې هم درلود- له ځان سره بېولي او د دغه ټلوېزيون کارکوونکي يې هم ځورولي دي.

سرچينه ليکي: «د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو اتحاديې ريیس حجت‌الله مجددي او د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ له دغه له ټلوېزيون څخه د ليدنې پر مهال د یادې ادارې د مسوولینو ټول شکايتونه اورېدلي، ځدراڼ ډاډ ورکړی چې موضوع به د کورنيو چارو وزارت له رهبرۍ سره شريکوي او د دې پېښې هر اړخيزه څېړنه به کېږي.»

په اعلاميه کې راغلي: «د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو اتحاديه د دې پېښې د غندنې، د دې رسنۍ له کارکوونکو سره د تاوتريخجن چلند او د هغه د هر اړخيزې څېړنې غوښتلو ترڅنګ له ټولو ارګانونو غواړي چې له دغه ډول حالاتو څخه د مخنيوي لپاره هره ستونزه چې له رسنيو او  رسنيزو کارکوونکو سره لري، له قانوني (اطلاعات او فرهنګ وزارت او د رسنيو سرغړونو کمېسیون) لارې تعقیب کړي.»

د افغانستان د خبریالانو مرکز هم د اعلاميې په خپرولو سره ويلي، کابل کې تمدن ټلوېزيون دفتر ته د اسلامي امارت ځواکونو ورتګ او له کارکوونکو سره يې «ناوړه چلند» يو خپلسرې او ناقانونه کړنه ده.

سرچينې له اړوندو مسوولینو غوښتي چې دې موضوع ته رسېدنه وکړي.

خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو پر خپرونو د څار رییس مولوي عبدالحق حماد په دې اړه وایي: «نه، خبره داسې نه ده څنګه چې ځینو رسنیو را اخيستې ده؛ موږ په هغه سهار باندې د تمدن ټلوېزون سره تماس ونیو، له مسوولینو سره مو یې خبرې وکړې، اصلاً قضیه داسې وه چې له څو ورځو راهيسې د امنیتي کسانو له لوري د کابل ښار په ځینو محدودو سيمو کې د کورونو تلاشۍ سلسله پيل شوې وه، نو بیا مجاهدین همدغې سيمې ته ورغلي دي، دغه ځای یې تلاشي کاوه، په ضمن کې د ټلوېزیون انګړ ته هم ورننوتي او په دغه انګړ کې نور کورونه هم وو، خو کله چې پوه شوي چې دلته ټلوېزیون دی، بیا یې له هغوی سره ډېر نرم برخورد کړی، حتی معذرت یې ترې غوښتی چې موږ تاسو سره هیڅ کار نه لرو، فقط په خپلو ځایونو کې اوسئ.»

حماد وایي، د ټلوېزیون په انګړ کې کوم موټر و او پر دغه موټر «غالباً» اشتباه وه، امنیتي کسانو هغه له ځان سره بیولی دی.

د هغه په وینا، امنیتي کسانو هلته له هيچا سره ناسم چلند نه دی کړی او د ټلوېزیون مسوولین هم راضي وو.

هغه وایي: «خو [د ټلوېزیون د کارکوونکو] فقط تشویش له دې امله وو چې تخریبي او غیرمسوول کسان نه وي، خو کله چې متوجه کېږي، د خپل نظام خلک دي او امنیتي کسان دي، بیا هیڅ ډول تشویش نه لري.»

Views: 78

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.