کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې ملګرو ملتونو د قحطۍ مخنیوي او د نړۍ تر ټولو ډېر زیانمنوونکو خلکو ته د رسېدنې په موخه ۲۵۰ میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.
یاد دفتر پرون ناوخته (شنبه) په یوه راپور کې لیکلي چې د دغه مقدار مرستې اعلان د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش له خوا شوی دی.
د یاد بنسټ په خبره، دغه مرسته به د ملګرو ملتونو د چټک غبرګون مرکزي صندوق (CERF) له لارې د نړۍ له ۱۹ هېوادونو سره وشي.
اوچا زیاته کړې چې له دې ډلې هېوادونو، د افغانستان په ګډون اته یې د قحطۍ له خطر او ۱۱ نور هېوادونه د بودجې کمښت له کړکېچ سره مخ دي.
د افغانستان ترڅنګ د بورکینافاسو، هائیتی، مالي، نیجریا، سومالیا، سویلي سوډان او یمن هېوادونه هم تر سترګو کېږي.
سرچینې لیکلي چې اوسمهال په ټوله نړۍ کې ۳۳۹ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري چې د تېر کال په پرتله ۲۵ سلنه ډېروالی ښیي.
په راپور کې راغلي، په ۲۰۲۲ کال کې ملګرو ملتونو او د هغو شریکانو نږدې ۱۶۰ میلیون کسانو ته رسېدنه کړې ده؛ خو په چټکۍ سره د بشري اړتیاوو ډېرېدلو له امله د رسېدنې بهیر یو څه ټکنی شوی دی.
سرچینې دغه راز ویلي چې سږ کال د ۲۴۰ میلیون کسانو د لومړنیو اړتیاوو د تامین لپاره نږدې ۵۴ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده؛ خو وړاندوینه کېږي چې ښایي د دغه مبلغ له نیمایي کمه برخه برابره شي.
دا په داسې حال کې ده چې اوچا تېره ورځ هم اعلان کړی و چې وروستیو درېیو کلونو وچکالۍ د افغانستان خلک سخت زیانمن کړي او د هغو کورنیو په شمېر کې چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، ۱۲ سلنه ډېروالی راغلی دی.
Views: 43
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن