ترینکوټ (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د فوټبال د ۱۲ لوبډلو ترمنځ پيل شوې سیالۍ د اتحاد لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د دغه ولایت د فوټبال فدراسیون مسوول میرزامحمد امیرزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د فوټبال لوبډلې انتخاب په موخه دا سیالۍ یوه میاشت مخکې پیل شوې وې چې نن پای ته ورسېدې.
هغه زیاته کړه، د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۲ لوبډلو له منځه اتحاد لوبډلې بریا ترلاسه کړه چې د یوه کال لپاره به د دغه ولایت په استازولۍ په نورو ولایتونو کې لوبېږي.
دی وايي، د دغو سیالیو پر مهال هره ورځ دوه- دوه لوبې کېدې چې پایلوبې ته اتحاد او صداقت لوبډلې ووتلې.
د هغه په خبره، د یادو دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ لوبه نن وشوه چې اتحاد لوبډلې وګټله.
نصیراحمد چې په اتحاد لوبډله کې لوبېږي او لومړی مقام یې خپل کړی، ډاډ ورکوي چې د ولایت په کچه به لا نورې بریاوې خپلې کړي.
هغه غوښتنه کوي چې دوی ته دې پاملرنه وشي او د لا ډېرو سیالیو زمینه دې ورته برابره شي.
د یادونې ده، له دې مخکې په اروزګان کې د والیبال منتخبي لوبډلې په نښه کولو لپاره هم خپلمنځي سیالۍ شوې وې.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن