کابل (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۱): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، له څلورو نړۍوالو موسسو سره یې د نږدې ۱۴،۵ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت پنځه هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
یاد وزارت په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «د مهاجرينو چارو وزارت کې د څه باندې ۱۴ ميليون ډالرو په ارزښت د همکاريو پنځه هوکړهليکونه لاسليک شول.»
سرچینه زیاتوي، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت اړو کورنیو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو په موخه له همکارو مرستندويه موسسو سره د ۱۴ میلیون ۴۰۴ زره او ۶۳۱ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکاريو پنځه هوکړهليکونه لاسليک کړل.
وزارت وايي، د يادو هوکړهليکونو پر بنسټ د ژغورنې نړۍواله کمېټه/ IRC، هاجر نړۍواله موسسه، د افغانستان لپاره د بشردوستانه او پرمختیایي مرستو اداره/ AHDAA، د افغانستان د سولې جوړوونکي بشري سازمان/ APBHO او د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټه به په ۱۵ ولایتونو کې له بېوزلو کورنیو سره نغدي مرستې کوي او هغوی ته به کاري زمینې برابروي.
د سرچینې په وینا، د اړوند وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د هوکړهليکونو د لاسليک پر مهال د پروژو د روڼتیا په موخه د کډوالو چارو رياستونو څارنه اغېزناکه وبلله او له یادو موسسو یې وغوښتل چې د روڼتیا او حساب ورکونې په برخو کې له دوی سره همکاري وکړي.
Views: 308
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن