کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۱): په نیمروز ولایت کې د موی تای ملي لوبډلې ته اووم پړاو ټاکنیزې سیالۍ د کابل لوبډلې په اتلولۍ سره پاې ته ورسېدې.
د ورزش او المپیک ملي کمېټې عمومي ریاست نن په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، په نیمروز ولایت کې د موی تای ملي لوبډلې اووم پړاو ټاکنیزي سیالۍ -چې شپږ ورځې وړاندې پیل شوې وې- د کابل لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
سرچینې لیکلي، په یادو سیالیو کې کابل، هرات، غزني، لوګر، بلخ، کندهار، پکتیکا، بادغیس، بامیان، لغمان، جوزجان او میدان وردګو ولایتونو د موی تای ۱۱۷ لوبغاړو برخه اخیستې وه.
سرچینې ویلي، يادو ورزشکارانو په درېيو کټګوریو (کمکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو)، په ۱۱ بېلابېلو وزنونو کې یو د بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کړې.
د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، په یادو سیالیو کې کابل ۱۵د سرو زرو، ۱۶ د سپینو زرو او ۶ د برنزو مډالونو په ګټلو سره لومړی، نیمروز ۶ د سرو زرو، ۱۰ د سپینو زرو او ۴ د برنزو مډالونو په ترلاسه کولو سره دویم، بلخ او هرات په ترتیب سره درېیم او څلورم مقام ترلاسه کړ.
سرچینه زیاتوي، د یادو سیالیو په پای کې په هر وزن کې درې درې لوبغاړي او په ټوله کې ۳۳ کسان د هېواد د موی تای ملي لوبډلې لپاره غوره شول.
د معلوماتو له مخې، شاوخوا یوه میاشت وروسته به د موی تای ملي لوبډله د تایلنډ په کوربهتوب په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړي.
Views: 70
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن