کابل (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۱): د افغانستان رېلپټلۍ اداره وايي، په تېره یوه اونۍ کې د هېواد رېلپټلۍ له لارې ۱۴۱ زره او ۴۸ مټریک ټنه توکي صادر او وارد شوي دي.
یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې دغه انتقالات د سلواغې له ۲۸مې د کب تر ۴مې نېټې ترسره شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې ۱۰۵ زره او ۵۶۲ مټریک ټنه د حیرتان بندر او ۳۴ زره او ۱۱ مټریک ټنه د تورغنډۍ بندر له لارې لېږدول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ۱۴۷۵ مټریک ټنه نور انتقالات د اقینې بندر له لارې ترسره شوي دي.
د رېلپټلۍ اداره زیاتوي، د انتقالاتو یوه برخه صادرات دي چې په تېره اونۍ کې ۹ زره ۶۳۷ مټریک ټنه توکي صادر شوي او ډېره برخه یې وچه مېوه ده.
دغهراز یادې ادارې ویلي، هڅه کوي چې د توکو لېږد رالېږد لپاره سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې او شرایط برابر کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون (شنبه) د افغانستان مالیې وزارت خبر ورکړی و، د روان کال په تېرو لسو میاشتو کې شاوخوا ۲.۷ میلیون ټنه د ډبرو سکاره بهر ته صادر شوي او له ګمرکي محصول یې له ۱۲ میلیارد افغانیو ډېر عواید راټول شوي چې د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښيي.
Views: 45
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن