[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۱): د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، د کابل ښار خیرخانې سیمې په عملیاتو کې له وژل شوو داعشیانو یو هم د دې ډلې د خراسان څانګې عملیاتي مسوول قاري فاتح و.
مجاهد د کب په ۸مه د شپې ناوخته پر ټویټر لیکلي، تېره ورځ ماښام د کابل ښار ۱۷مې حوزې اړوند د خيرخانې سيمې ذاکرين ښارګوټي لومړي سرک کې د داعش ډلې پر یوه پټنځای عمليات ترسره شول.
سرچینې زیاته کړې چې په عملیاتو کې له وژل شوو داعشیانو یو هم د دې ډلې د خراسان څانګې مهم مسوول قاري فاتح و.
هغه زیاته کړې، قاري فاتح د خراسان لپاره د داعشیانو اميرالحرب، بیا د کونړ لپاره مسوول، بیا د مشرقي زون لپاره مسوول او اوس د داعشیانو خراسان څانګې د امنيت يا د عملياتي ادارې عمومي مسوول و چې د داعشیانو ټول عمليات د هغه په قومانده ترسره کېدل.
مجاهد ویلي، په کابل ښار کې په خارجي ډيپلوماتيکو نمايندهګيو، جوماتونو او نورو اهدافو وروستي ترسره شوي بريدونه ټول د نوموړي په مستقيمه قومانده ترسره شوي دي.
د نوموړي په وینا، نوموړی تېره شپه د خپلو شومو اعمالو په سزا ورسېد او د اسلامي امارت ځانګړو ځواکونو له لوري په يو لړ پيچلو عملياتو کې ووژل شو.
مجاهد وایي، تېره میاشت د ځانګړو ځواکونو له لوري په يو لړ عملياتو کې د هند نيمې وچې لپاره د داعشیانو مسوول يا والي اعجاز امين اهنګر هم له خپلو دوو ملګرو سره وژل شوی و او په دې وروستيو ورځو کې ګڼ شمېر داعشیان چې بهرني اتباع هم پکې شامل دي او د تخریبي کړنو پلانونه یې درلودل، نیول شوي دي.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
[/restrict]
Views: 230
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن