کلات (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۱): د زابل په مرکز کلات ښار کې د کرکټ د اتو غوره لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوې چې ۱۵ ورځې به دوام ولري.
د یاد ولایت د کرکټ بورډ مسوول محبوب محبت پژواک خبري اژانس ته وویل، د کرکټ په دغو سیالیو کې د مرکز کلات ۷ او د شاهجوی ولسوالۍ یوې لوبډلې ګډون کړی دی.
هغه زیاته کړه، دا سیالۍ به پنځلس ورځې دوام ولري چې موخه یې د کرکټ لوبې وده او نوو ځوانانو ته په مسلکي ډول د کرکټ ور زده کول دي، څو په راتلونکي کې د نورو ولایتونو د کرکټ له لوبډلو سره ښې لوبې وکړي.
نوموړی وايي، له یادو اتو لوبډلو به څلور هغه لوبډلې -چې د دغو سیالیو نیمه پایلوبې ته لار پیدا کوي- په راتلونکې میاشت کې د ګرېډ ون په پنځوس اووریزو سیالیو کې ګډون وکړي.
د زابل د کرکټ یوه لوبغاړي غلام قاهر پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې کرکټ وده کړې او ډېرو ځوانانو دې لوبې ته مخه کړې ده.
هغه زیاته کړه، مسوولینو ته په کار ده چې په یاد ولایت کې نه یوازې ځوانانو ته د کرکټ سیالۍ جوړې کړي، بلکې د دغې لوبې د لا ودې په موخه دې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
د دلاور خان په نوم د کرکټ بل لوبغاړي پژواک ته وویل، د کرکټ دا ډول سیالۍ لوبغاړي هڅوي چې ښه چمتووالی ونیسي او خپلې وړتیاوې وښيي.
هغه له اړوندو مسوولینو، سوداګرو او نړۍوالو بنسټونو وغوښتل چې په دغه ولایت کې دې د کرکټ د ودې په موخه د ځوانانو ملاتړ وکړي.
دا مهال په زابل کې د مرکز کلات ترڅنګ په ارغنداب، مېزانه، ښار صفا، شاهجوی، شملزو، شینکۍ، خاک افغان او سیوري ولسوالیو کې د کرکټ بورډ څانګې فعالې دي چې د کرکټ شاوخوا ۲۰ رسمي لوبډلې لري.
Views: 56
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن