ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسوولین: هرات کې د یوې ښځې په ګډون د داعش شپږ غړي وژل شوي

مسوولین: هرات کې د یوې ښځې په ګډون د داعش شپږ غړي وژل شوي

author avatar
4 Mar 2023 - 13:46
مسوولین: هرات کې د یوې ښځې په ګډون د داعش شپږ غړي وژل شوي
author avatar
4 Mar 2023 - 13:46

هرات ښار (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۱): د هرات ځايي چارواکي وايي چې د یو لړ عملیاتو په پایله کې د یوې ښځې په ګډون د داعش ډلې شپږ غړي وژل شوي دي.

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، تېره شپه شاوخوا لس بجې د اسلامي امارت ځواکونو د هرات ښار اړوند په ۱۴مه ناحیه کې د داعش ډلې پر یوه پټنځای عملیات ترسره کړل.

خبرپاڼه زیاتوي، د دغو عملياتو په پایله کې چې په «رباط کابلي‌ها» سيمه کې ترسره شول، د يوې ښځې په ګډون د داعش ډلې شپږ غړي وژل شوي او يوه اندازه وسلې او مهمات هم د دغه ولايت د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د هرات ولايت امنيه قومانداني په دې اړه د پژواک اړیکې ته ځواب ورنکړ.

په همدې حال کې، د سيمې يوه اوسېدونکي صفت‌الله پويا هم پژواک ته ياده پېښه تاييد کړه او زياته يې کړه چې دا پېښه په يوه کرايي کور کې رامنځته شوې ده.

نوموړي وویل، جسدونه د امنیتي ځواکونو له خوا لېږدول شوي او امنیتي ځواکونه لا هم په سیمه کې حضور لري.

د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د معلوماتو له مخې، په یادو عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

د یادونې ده، په تېرو دوو کلونو کې دا درېیم عملیات دي چې د داعش ډلې پر ضد په هرات ښار کې ترسره کېږي.

Views: 69

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.