کابل (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۱): د پاکستان غوره لیګ کرکټ سیالیو په یوه لوبه کې افغان چټک توپاچوونکي فضلالحق فاروقي د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
فضلالحق فاروقي چې د اسلاماباد یونایټیډ په لوبډله کې لوبېږي، تېره شپه یې د «کویټه ګلیډیټرز» لوبډلې په مقابل کې په ۴ اوورونو کې ۲۵ منډې ورکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول.
هغه د انګلستاني ویل سمیډ، یاسرخان او محمد نواز وېکټې د لوبې په پیل او مهمو شېبو کې ترلاسه کړې.
دغهراز په یاده سیالۍ کې بل افغان لوبغاړي نجیبالله ځدراڼ نیمه سلیزه ووهله.
ځدراڼ چې د کویټې ګلیډیټرز په لوبډله کې د «جیسن رای» پر ځای اخيستل شوی، د پيایسایل په سږنیو سیالیو کې په لومړي ځل ولوبېد.
هغه په خپله لومړۍ لوبه کې په ۳۴ توپونو ۵۹ منډې وکړې چې ۳ شپږیزې او ۵ څلوریزې یې په پاڼۍ کې شاملې وې.
په دې سیالۍ کې د کویټې لوبډلې د ۱۸۰ منډو هدف ټاکلی و او د اسلاماباد لوبډلې په شلم اور کې پوره کړ.
همدارنګه په دې لوبه کې دوه نور افغان لوبغاړي رحمنالله ګربز او نوینالحق هم ولوبېدل.
ګربز په صفر وسوځېد او نوین په ۴ اورونو کې د ۳۷ منډو په ورکړې یوه وېکټ ترلاسه کړه.
د یادونې ده، د پاکستان کرکټ غوره لیګ سیالیو کې د تېرې شنبې ورځې په لوبه کې افغان وتلي لوبغاړي راشدخان هم د غوره او اغېزناک لوبغاړي جایزې ګټلې وې.
Views: 75
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن