ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغیس کې په لرغونو سیمو کې د ناقانونه کیندنو په تړاو ۳۰ کسان نیول شوي

بادغیس کې په لرغونو سیمو کې د ناقانونه کیندنو په تړاو ۳۰ کسان نیول شوي

author avatar
13 Mar 2023 - 13:36
بادغیس کې په لرغونو سیمو کې د ناقانونه کیندنو په تړاو ۳۰ کسان نیول شوي
author avatar
13 Mar 2023 - 13:36

قلعه‌نو (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۱): د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دغه ولایت تاریخي ابداتو پر بیارغولو د ټینګار ترڅنګ ویلي، تر اوسه یې په دغه ولایت کې په تاریخي ځایونو کې د ناقانونه کیندنو په تړاو ۳۰ کسان نیولي دي.

دغه مطلب د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست مطیع‌الله متقي د تاریخي ابداتو د ارزښت او اهمیت په تړاو پوهاوي ورکولو په موخه جوړه شوې غونډه کې بیان کړ.

د هغه په وینا، په تېرو څلورو لسیزو کې د بادغیس په ګډون د هېواد په ځینو سیمو کې ګڼ شمېر تاریخي ابدات او اثار سخت زیانمن او ویجاړ شوي چې د لا ویجاړېدو مخه یې باید ونیول شي.

نوموړي څرګنده کړه، اوسمهال په یاد ولایت کې شاوخوا ۵۷ تاریخي ابدې ثبت شوې او دوی هوډ لري چې ویجاړې شوې تاریخې ابدې بېرته مرمت کړي او ورغوي.

که څه هم متقی په یاد ولایت کې د ویجاړو شوو تاریخي ابداتو مشخصه سلنه ونه وښودله خو ویې ویل: «د معلوماتو له مخې، د بادغیس ولایت شاوخوا ۷۰ سلنه تاریخي ابدات او اثار د خلکو له خوا په غیرقانوني ډول ویجاړ او له منځه وړل شوي دي.»

هغه د جزیاتو له ورکولو پرته وویل، تر اوسه یې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو له بېلابېلو سیمو څخه یې ۳۰ کسان د تاریخي ابدو د کېندلو په تړاو نیولي دي.

سرچینه زیاتوي، دوی هڅه کوي چې د یاد ولايت د ولسواليو په کچه هم د تاريخي ابداتو د اهمیت او ارزښت په اړه د پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي.

هغه زیاته کړه: «موږ له ولسوالانو، د جوماتونو له ملا امامانو، د امر بالمعروف له مسوولینو او نورو خلکو سره خبرې کړې چې هغوی د لرغونو اثارو او تاریخي ابداتو ‎د ارزښت او اهمیت په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي څو د تاریخي ابدو له ویجاړېدو مخنیوی وشي.»

پر دې سربېره، د بادغيس يو شمېر اوسېدونکي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې فرهنګي ميراثونه د ټولنې هويت بولي.

د بادغيس يوه اوسېدونکي غلام‌محمد وويل، فرهنګي ميراثونه د ټولنې د ودې او پرمختګ لامل شوي او خلک مسووليت لري چې د هغو له تخريب او کېندنو ډډه وکړي.

هغه زياته کړه: «فرهنګي ميراثونه د ټولنې د ودې لامل ګرځي؛ نو له دې امله خلک يې باید ساتنه وکړي، ځکه فرهنګي میراثونه د يوې ټولنې هويت تشکیلوي.»

د بادغيس بل اوسېدونکى عبدالغفور وايي: «کلتوري ميراثونه د یوه هېواد د تاريخي مخینې ښکارندویي کوي، ساتنه او پالنه یې پر هر وګړي لازمي وي، فرهنګي ميراثونه د دې ښکارندویي کوي چې مخکې په هغه ټولنه کې څه تېر شوي دي.»

نوموړی زیاتوي، خلک باید د خپلو تاریخي ابداتو او اثارو ساتنه او د هغو له تخریب او ناقانونه کیندنو ډډه وکړي.

Views: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.