ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډلې بنګله‌دېش ته په لومړۍ لوبه کې ماتې ورکړه

له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډلې بنګله‌دېش ته په لومړۍ لوبه کې ماتې ورکړه

author avatar
13 Mar 2023 - 17:08
له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډلې بنګله‌دېش ته په لومړۍ لوبه کې ماتې ورکړه
author avatar
13 Mar 2023 - 17:08

کابل (پژواک، ۲۲  کب ۱۴۰۱): د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې بنګله‌دېش ته په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې د ۱۵۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه لوبې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.

په لومړۍ لوبه کې پچه د بنګله‌دېش لوبډلې وګټله او د توپ‌اچونې پرېکړه يې وکړه.

افغان ملي لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۱ منډې جوړې کړې او مقابل لوري ته یې ۲۷۲ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له لوري په توپوهنه کې سهیل خان ناسوځېدلې ۱۰۰ منډې، سلیمان عربزي ۵۵، محمد هارون ۴۳ او اکرام محمدزي بیا ۲۸ منډې جوړې کړې.

بلخوا بنګله‌دېش ټاکل شوې هدف پوره نه کړ او په ۲۷م اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۱۳ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۵۸ منډو په توپیر لوبه وبایلله.

همدارنګه د افغانستان له لوري په توپ‌اچونه کې یما عرب د بنګله‌دېش څلور، فریدون درې، ناصر حسن دوه او کامران یو لوبغاړی وسوځول.

د یادونې ده، د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله به له بنګله‌دېش سره خپله دویمه لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ ترسره کړي.

Views: 37

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.