ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یونیسف: نورستان کې له ۲۴ زره ماشومانو سره زده‌کړو ته د هڅونې په موخه مرستې کوو

یونیسف: نورستان کې له ۲۴ زره ماشومانو سره زده‌کړو ته د هڅونې په موخه مرستې کوو

author avatar
13 Mar 2023 - 18:18
یونیسف: نورستان کې له ۲۴ زره ماشومانو سره زده‌کړو ته د هڅونې په موخه مرستې کوو
author avatar
13 Mar 2023 - 18:18

پارون (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) په نورستان ولایت له ۲۴ زره ماشومانو سره زده‌کړو ته یې د هڅونې په موخه مرسته کوي.

په ختیځ زون کې د یونیسف مسوول ابراهیم کانتي په مشرۍ له دغې ادارې څخه راغلي پلاوي نن (دوشنبه) د نورستان له والي سره په کتنه کې وویل، غواړي د نورستان له خلکو سره زده‌کړو ته د هڅونې او لاسرسي په موخه دغه مرستې وکړي .

هغه زیاته کړه، دوی به له ۲۴۰۰۰ هغو ماشومانو سره مرسته وکړي چې د عمرونو د لوړېدو له امله له زده‌کړو بې‌برخې پاتې شوې دي .

د نوموړي په خبره، په دې مرستو کې هغه کورنۍ شاملې دي چې نجونې یې له شپږم ټولګي وروسته له زده‌کړو پاتې شوې دي .

په افغانستان کې د یونیسف پروګرامونو د مالي څانګې مشرې ماري وویل، دغه مرستې له هغو نجونو سره کېږي چې عمرونه یې له لسو تر اتلس کلونو پورې وي او تر شپږم ټولګي پورې یې زده‌کړې کړې وي .

د نوموړې په وینا، په دغه نغدي مرستو کې هرې کورنۍ ته چې پر یادو شرایطو برابرې نجونې ولري، د میاشتې څلویښت ډالره ور کول کېږي، څو خلک زده‌کړو ته لېوالتیا پیدا کړي او خپلې لوڼې ښوونځیو ته ولېږي .

په افغانستان کې د یونیسف ادارې د پوهنې څانګې مشرې جینیټ -چې د دغه پلاوي ملتیا یې کوله- وویل: «موږ په نورستان ولایت کې سربېره پر دې هلکانو او نجونو ته درې سوه محلي ټولګي هم د را روان تعلیمي کال لپاره جوړوو چې ښوونکي یې استخدام شوي دي او نږدې لس زره زده‌کوونکي به پکې زده‌کړې ترسره کوي.»

د نوموړې په خبره، د دغو مرستو لپاره یې سروې بشپړه کړې او د ښوونیز کال له پیل وروسته به مرستې په عملي ډول پیل شي .

د نورستان والي حافظ محمداغا حکیم د یونیسف نړۍوالې کمېټې د دغه ډول پروګرامونو هرکلی وکړ او له هغوی یې وغوښتل چې د نورستان له خلکو سره د زده‌کړو په برخه کې لا نوره همکاري وکړي .

هغه وویل، د نورستان ډېری خلک بې‌وزله دي، تعلیم او نورو برخو کې وروسته پاتې دي، خو که دغه ډول پروګرامونه په دغه ولایت کې عملي شي، خلک به لا زده‌کړو ته وهڅېږي .

د نورستان د پوهنې رئیس مولوي تاج‌محمد مطمئن په دغه ناسته کې د یونیسف له خوا له دغه ولایت سره د پوهنې په برخه کې مرستې ارزښتمنې وبللې او له هغوی یې وغوښتل چې د ښوونکو د ظرفیت لوړونې، د ښځینه ښوونکو روزنې، د ۲۰۰ نورو سیمه‌ییزو ټولګیو جوړېدو او د قرطاسیو په برخه کې دې مرسته وکړي.

دغه راز د عامې روغتیا، کلیو پراختیا او کډوالو چارو رئیسانو هم د خپلو اړوندو پروژو په اړه د یونیسف له مسوولینو سره خپل وړاندیزونه شریک کړل .

د یونیسف ادارې مسوولینو په خپلو خبرو کې نورستان یو محروم ولایت یاد کړ او زیاته یې کړه چې د دغه ولایت له خلکو سره په ټولو برخو کې مرستې د دوی لومړیتوب دی .

د یونیسف نړۍواله اداره د یو شمېر داخلي موسسو په همکارۍ په نورستان کې د روغتیا، کډوالو، پوهنې  او نورو رغنیزو چارو کې مرستې کوي چې له امله یې خلکو ته خیر ښېګڼه رسېږي .

Views: 157

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.