کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۱): لوګر کې له ۵۰۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو او ۲۰۰ اړو کورنیو سره د څارویو، لغمان کې له ۳۲۲ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو، غور کې له ۱۰۵۸ بزګرو سره د اصلاح شويو تخمونو او دایکنډي کې له ۴۰ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د لوګر په ازره ولسوالي کې د اسلامي همکاریو سازمان/ OIC له لوري له ۵۰۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو او په محمداغې ولسوالۍ کې بیا د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP له لوري له ۲۰۰ اړو کورنیو سره د څارویو مرسته وشوه.
په لوګر کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس مولوي نصرتالله نصرت پژواک خبري اژانس ته وویل، د ازرې ولسوالۍ له ۵۰۰ اړو کورنیو سره د اسلامي همکاریو سازمان له لوري په مرسته شوو توکو کې د هرې کورنۍ لپاره ۴۰ کیلوګرام اوړه، ۵ کیلوګرام وریجې، ۵ لېټره غوړي، ۵ کیلوګرام لوبیا، ۵ کیلوګرام بوره او ۲ کیلوګرام خرما شامل دي.
هغه خبر ورکړ چې په پلان کې ده په راتلونکو ورځو کې په خروار ولسوالي کې هم له ۳۵۰ اړو کورنیو سره د یاد سازمان له لوري ورته مرسته وشي.
دغه راز د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول شاهدالله همراز پژواک ته وویل چې د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري په محمداغې ولسوالي کې پر ۲۰۰ اړو کورنیو څاروي ووېشل شول او هرې کورنۍ ته دوه- دوه مېږې ورکړل شوې.
هغه زیاته کړه، د دې مرستې له لارې به یادې کورنۍ وکولای شي خپل اقتصاد ښه کړي.
بلخوا بیا د لغمان د کډوالو چارو ریاست مالي او اداري امر مولوي حبیبالرحمن ارباب پژواک ته وویل چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ/ UNCHR په مالي همکارۍ د مهترلام او د دغه ولایت ټولو ولسوالیو اړوند له ۳۲۲ اړو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.
ارباب زیاتوي چې هرې کورنۍ ته ۵۲۰ امریکایي ډالرو معادل ۴۷ زره ۷۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.
دغه راز په غور کې له زرو تنو زياتو بزګرو سره د اصلاح شويو تخمونو مرسته وشوه.
د غور د کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالصمد صائب پژواک ته وویل چې دغه اصلاح شوي تخمونه د بامیا، رومي بانجانو، تورو بانجانو، شلغمو، کرمو، کدو او ګلپي وو چې د افغان ایډ موسسې له خوا پر ۱۰۵۸ بزګرو ووېشل شول.
د یوه بل خبر له مخې، د دايکنډي په مرکز نيلي کې پر ۴۰ کورنيو د قطره خیریه بنسټ له لوري خوراکي توکو ووېشل شول.
د دغه بنسټ یوه رضاکار نعمت الله نظامي وايي، هرې کورنۍ ته یوه بوجۍ اوړه، یوه بوج ورجې، غوړي، لوبیا او بوره ورکړل شول.
Views: 43
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن