[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۲): د قلم لار ټولنې مشر او د زدهکړو برخې فعال مطیعالله ویسا په کابل کې نیول شوی دی.
د نوموړي ورور وليمحمد اخلاقي د وري په ۷مه، د شپې ناوخته پژواک خبري اژانس ته وویل چې مطیعالله ویسا د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند په خوشحال خان مېنې سیمه کې نیول شوی دی.
هغه زیاته کړه: «زه او ویسا د مازیګر لمانځه لپاره جومات ته تللي وو، له لمانځه وروسته ویسا له ما مخکې له جوماته ووتلو، زه لږ تم شوم، خو وروسته چې ووتلم، ومې لید چې په دوو بېنمبر پلیټه موټرو کې امنیتي کسان راغلي وو او له مطیعالله ویسا سره یې خبرې کولې.»
اخلاقي وایي، د امنیتي کسانو چلند سم نه و، دوی ترې د استخباراتو کارتونه غوښتل، خو هغوی ویسا خپل موټر ته وخېژاوه او له ځانه سره یې یووړ.
د نوموړي په وینا، هغه یوازې د زدهکړو لپاره مبارزه کوله، له کومې ډلې، ټپلې او سیاست سره یې کار نه درلود.
بلخوا، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریجارډ بنیټ هم د ویسا پر نیول کېدو خواشیني څرګنده کړې ده.
هغه په یوه ټویټ کې لیکلي، د قلم لار ټولنې مشر خوندیتوب تر هر څه مهم دی او د ټولو قانوني حقونو درناوی یې باید وشي.
مطیعالله ویسا د قلم لار ټولنې له ادرسه د هېواد ګوټ ګوټ ته سفرونه کړي او خلک یي زدهکړو ته هڅول چې خپل اولادونه ښوونځیو ته ولېږي. هغه پر زدهکوونکو قلمونه او کتابچې هم وېشل.
دغه راز پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د مطبوعاتي اعلامیې په خپرولو سره د ویسا په نیولو خواشيني ښودلې ده.
ده ويلي: «د مطیع الله ویسا او د قلم لار بنسټ فعالیتونه د هېواد په خیر بولم او له اسلامي سرپرست حکومت څخه غواړم چې د نوموړي د ژر تر ژره خوشې کېدو لپاره له هېڅ ډول هڅې ډډه ونه کړي، بلکې برعکس د قلم لار بنسټ د فعالیتو د پراختیا او ودې لپاره له دوی سره لازمې مرستې او همکاري هم وکړي.»
بلخوا په ټولنیزو شبکو کې د ویسا د نیول کېدو په غبرګون کې پراخ کمپاین پیل شوی او له مسوولینو د هغه د خوشي کولو غوښتنه شوې ده.
د نسیم خان په نامه یوه کس په فیسبوک کې لیکلي، مطيعالله ويسا ډېرې څرګندې موخې تعقيبولې چې په هيڅ صورت د کوم شخص يا ډلې د ګټو خلاف نه وې، هغه غيرسياسي او بېطرفه فعاليت کاوه.
د رحمتالله اندړ په نامه بل کس په ټویټر کې لیکلي، د هغه ګناه يوازې دا وه چې د افغانانو لپاره يې د تعليم، سولې، امنيت او صحت نارې وهلې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتون هم په یوه ټویټ کې د ویسا د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.
هغه لیکلي، د زدهکړو او یا بشري حقوقو خبره کول، هیڅ جرم نه دی.
بلخوا په ټولنیزو شبکو کې د «مطیعالله ویسا خوشی کړئ» هشټګ پراخ کمپاین پیل شوی دی.
حکومتي سرچینو تر اوسه د نوموړي د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
[/restrict]
Views: 181
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن