ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له سردرګمۍ تر پلان‌جوړونې؛ زحل حکیمي: د پوهنتون دروازه تړل شوې، خو د علم نه

کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۲): د طب یوه محصله چې ځان‌ته یې درسي پروګرامونه جوړ کړي او شاوخوا ۲۰۰ نجونو ته په انلاین ډول د انګلیسي ژبې درس ورکوي، له اسلامي امارته‎ غواړي چې ژر تر ژره د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

زحل حکيمي، د کابل د طبي علومو پوهنتون د طب پوهنځي د وروستي کال محصله ده او د نجونو پر مخ د پوهنتون دروازو له تړل‌کېدو مخکې یي د پوهنتون‎ د درسونو او له پوهنتونه بهر د فعالیتونو ترڅنګ، په کاتب پوهنتون او مسلم د انګلیسي ژبې انسټېټیوت کې د انګليسي ژبې درس ورکاوه.

د ښوونځي په دوره کې به تل په لومړیو درېیو درجو کې او د خپل ټولګي له ممتازو زده‌کونکو څخه وه؛ د ښوونځي په وروستیو کلونو کې د ډېرو هڅو په پایله کې د ۱۳۹۵ کال په کانکور ازموینه کې وتوانېده څو د خپلې خوښې او لومړي انتخاب یعنې معالجوي طب پوهنځي ته لار ومومي.

زحل وايي، د پوهنتون په دوره کې يې د خپلو درسونو ترڅنګ له پوهنتونه بهر فعاليتونو سره هم لېوالتيا درلوده؛ د ځوانانو پياوړتيا په پروګرامونو کې يې ګډون کاوه او شاوخوا دوه کاله مخکې يې د محصلانو د نوبل جايزې په پروګرام (هولټ پرایز) کې د دوی ټیم په لومړي پړاو کې ‎وتوانېد چې درېيم مقام وګټي.‎

د پوهنتون د دروازو له تړل‌کېدو وروسته زحل له بې‌برخلیکه او خپګان حالت سره مخ شوه چې په وینا یې، حتی نه یې شول کولای چې خپل ځان هم وزغمي؛ خو یوه ورځ یې له ځان سره وویل: «زحل! دا به همداسې دوام نه کوي، که چېرې ۱۰ ستونزې موجودې دي،‎ لږ تر لږه ۵ فرصتونه هم موجود دي، که د پوهنتون دروازه تړلې، د علم دروازه نه ده تړلې؛ که استادان نه شي کولای په حضوري توګه درس ورکړي، خو په انټرنټ کې زرګونه علمي مواد شته.»

هغې پرېکړه وکړه چې په کور کې له شته امکاناتو استفاده وکړي او خپله خونه یې د مطالعې پر خونې بدله کړه؛ ورزش یې پیل کړ او د ټافل (د انګلیسي ژبې نړۍوالې ازموینې) د نمرو ترلاسه کولو لپاره یې د چمتووالي پلان جوړ کړ. زحل وویل: «فرصتونو ته مې پام کاوه ا‎و ستونزې مې ‎له پامه غورځولې، بریالی کس هغه دی چې ستونزې په فرصتونو بدلې کړي.»

له څو ورځو تېرېدو وروسته چې خپل پروګرامونه یې تنظیم کړل او ځان ته ورسېده، په دې فکر کې شوه چې پروګرامونه یې ډېر پر ځان متمرکز دي او باید د نورو لپاره هم کار وکړي. هغې چې د انګلیسي ژبې د تدریس تجربه درلوده، د «جوانه» په نوم یو بنسټ کې – چې د ۲۰۲۲ په وروستیو کې د نجونو د ظرفیت لوړونې لپاره جوړ شوی و- ۲۰۰ نجونو ته انلاین انګلیسي ژبې زده‌کړې تدریس پیل کړ.

د کابل پوهنتون استاده او د «جوانه بنسټ» بنسټګره نیلوفر صدیقي وايي، دغه بنسټ پر ښځو د محدودیتونو له لګېدلو وروسته د افغان نجونو د ملاتړ په موخه جوړ شو چې د انګلیسي ژبې، کمپیوټر، مقاله لیکنې، او څېړنیزو موضوعاتو په برخه کې په انلاین ډول تدریس کوي.

نوموړې دې ته په اشارې سره چې یاد بنسټ د افغان نجونو یوې ډلې له خوا اداره کېږي چې یوه غړې یې زحل حکیمي ده، زیاته کړه، د زحل تجربه، ژمنتیا او لېوالتیا د تدریس کیفیت د ښه کېدو لامل شوی او په زده‌کوونکو کې یې انګېزه ژوندۍ کړې ده.

بلخوا، سحر محمدي د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي له فارغانو څخه ده چې په جوانه بنسټ کې له زحل حکیمي څخه انګلیسي ژبه زده کوي. هغه وايي، د خپلو استادانو په هلو ځلو سره توانېدلي چې د انګلیسي ژبې زده‌کړې برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړي.

هغه له یاد بنسټه مننه کوي چې په دې شرایطو کې د نجونو لپاره انلاین ښوونیز پروګرامونه برابروي او وايي، هیله لري څو دغه بنسټ په نورو برخو کې هم نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

د زحل حکيمي ملګرې او ټولګيواله فرشته رستمي چې له لسو کلونو راهيسې يې پېژني، وايي، زحل يوه مهربانه، پوهه او با انګېزې نجلۍ ده، ډېری وخت هڅه کوي چې نورو ته ګټه ورسوي.

نالوستې ښځه، نالوستې ټولنه جوړوي

زحل چې یاد پروګرامونه یې ځان ته جوړ کړي خو وايي، دا په دې معنا نه ده چې اوس د پوهنتون په فکر کې نه ده، بلکې د پوهنتون او درس ویلو هغه یادونه یې اوس هم هره شېبه ځوروي.

زحل په داسې حال کې چې ناهېلې یې په څېره کې له ورایه ښکارېده ویې ویل، څه باندې یو نیم کال کېږي چې د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي او په دې وروستیو کې پوهنتونونه هم وتړل شول؛ همداراز د «ایګزیټ» ازموینه چې د طب پوهنځي فارغانو لپاره اړینه ده، له نجونو وا نه خیستل شوه.

هغې اسلامي احکامو او افغانی کلتور ته په اشارې وویل، هیڅ افغان د دې اجازه نه ورکوي چې یو نارینه ډاکټر یې خور، ښځه او یا لور معاینه کړي؛ نو څنګه امکان لري چې د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې له شته بندیزونو سره ښځینه ډاکټرانې ټولنې ته وړاندې شي.

د هغې په باور، که دغه بندیزونه دوام ومومي، په څو راتلونکو کلونو کې به په هېواد کې هیڅ ډاکټره نه وی.

زحل ټینګار وکړ چې د ښځې محدودول د ټولنې محدودول دي او نالوستې ښځه نالوستی اولاد او بالاخره نالوستې ټولنه رامنځته کوي.

له دې سره، هغې له اسلامي امارته وغوښتل څو ژر تر ژره د نجونو پر مخ د علم دریڅې خلاصې کړي او ټولو ښځو ته دې د کار او زده‌کړو اجازه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۵۶۲ ورځو په تېریدو سره اوس هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې له شپږم ټولګي پورته تړلې دي؛ پوهنتونونه هم د تېر کال د ليندۍ میاشتې په وروستیو کې د نجونو پر مخ تر دویم امر پورې وتړل شول او په کورني او بهرني غیردولتي بنسټونو کې هم د ښځو پر کار د تېر کال د مرغومي په لومړیو کې بندیز ولګېد.

په هېواد کې پر ښځو او نجونو دغه بندیزونه له کورنيو او بهرنيو غبرګونونو سره مخ شول او نړۍوال بنسټونه او د نړۍ هېوادونه په وار وار له اسلامي امارته د ښځو پر کار او زده‌کړو د بندیزونو لرې کولو غوښتونکي شول.

خو اسلامي امارت تل ټینګار کړی چې د اسلامي شریعت او افغاني کلتور په چوکاټ کې د ښځو د حقونو پر ځای کولو ته ژمن دي.

Views: 175

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version