مهترلام (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۲): د لغمان مسوولین وايي، تېر کال په دغه ولایت کې د طبيعي پېښو له امله ۶۰ زره جریب کرنیزه ځمکه تخریب شوې او خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
د یاد ولایت طبيعي پېښو ته د رسېدنې رییس قاري خیرمحمد غازي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر ۱۴۰۱ لمریز کال د نورو کلونو په پرتله طبيعي پېښې ډېرې وې او خلکو ته يې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
هغه زیاته کړه، د ولایت په کچه تېر کال د طبیعي پېښو له امله ۶۰ زره جریب کرنیزه ځمکه تخریب شوې، ۸۹۰۰ کورونه په نیمه او ۲۶۰ نور په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
نوموړي همداراز وویل، د تېر کال طبعي پېښو له امله ۲۱ کسان مړه شوي او ۶۴ نور ټپيان وو چې حکومت د هر مړه شوي کس کورنۍ ته ۱۰۰زره افغانۍ او هر ټپي ته ۵۰ زره افغانۍ ورکړې دي.
هغه وویل، دغهراز په یادو پېښو کې ۳۵۰۰ څاروي تلف شوي او پنځه لوی پلونه نړېدلي دي.
Views: 52
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن