کابل (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۲): هند له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو په دوام، د ۲۰ زره مټریک ټنه غنمو رالېږلو هوکړهلیک لاسلیک کړ.
دغه مطلب په ممبيي کې د افغانستان کونسلګرۍ له خوا خپور شوی دی.
سرچينه کاږي، دغه هوکړهلیک چې د هند په ممبيي ښار کې د افغانستان جنرال کونسلې ذکیه وردګ په شتون کې، د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جيپي سینګ او په هند کې د خوړو نړۍوال سازمان (WFP) د استازې الیزابت موري له خوا لاسلیک شو، پر اساس به یې ۲۰ زره مټریک ټنه غنم له ممبي ښار څخه د چابهار بندر له لارې د افغانستان خلکو لپاره انتقال او ډالۍ شي.
سرچينه زياتوي، ذکیه وردګ د یاد هوکړهلیک د لاسلیکولو پر مهال د افغانانو لپاره د خوړو نړۍوال پروګرام او د هند هېواد او خلکو له بشري مرستو څخه ځانګړې مننه او د ورته مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
د یادولو ده چې څه باندې يوه مياشت مخکې (د کب ۱۷مه) د هند حکومت د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام له لارې له افغانستان سره د ۲۰ زره مټریک ټن غنمو مرستې اعلان کړی و.
Views: 127
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن