[restrict paid=”true”]
ترینکوټ (پژواک، ٢٨ وری ١٤٠٢): د اروزګان امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د پېروشې سیمه کې د یوې ښځې مړی موندل شوی دی.
د اروزګان امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي زاهد د وري په ۲۸مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د یوې ښځې جسد د دویمې امنیتي حوزې اړوند په یوه کور کې موندل شوی دی.
نوموړی زیاتوي، ممکن پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله وي.
هغه وایي، خو لا هم دقیق معلومات نشته چې دا ځانوژنه ده او که وژل شوې.
د نوموړي په وینا، امنیتي مسوولینو روغتون ته د مړي لېږدولو ترڅنګ د کورنۍ یو شمېر غړي هم د پوښتنو لپاره امنیې قوماندانۍ ته بیولي دي.
د اروزګان ولایتي روغتون یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط پژواک اژانس ته وویل، له سیمي په وروړل شوي جسد د ټوپک مرمۍ نښې ښکاري.
دوه میاشتي مخکې هم په یاده سیمه کې د کورني تاوتریخوالي پایله کې یوه کس خپله مېرمن وژلې وه.
[/restrict]
Views: 157
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن