ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې د شاتو تولید ٣۵ سلنه ډېر شوی

کندوز کې د شاتو تولید ٣۵ سلنه ډېر شوی

author avatar
23 Apr 2023 - 08:27
کندوز کې د شاتو تولید ٣۵ سلنه ډېر شوی
author avatar
23 Apr 2023 - 08:27

کندوز (پژواک، ۳ غویي ۱۴۰۲): د کندوز د کرنې ریاست وايي، په تېر ۱۴۰۱ کال کې په دغه ولایت کې ۵۸ زره کیلوګرامه شات تولید شوي چې د ۱۴۰۰ کال په پرتله ۳۵ سلنه ډېروالی ښيي.

په ورته مهال، ځیني د مچیو فارم‌لرونکي د شاتو تولید پر ډېرېدو خوښي څرګندوي خو د بازار نشتوالی، د بې‌کیفیته شاتو واردات او پلور د دوی د کار پر وړاندې جدي ستونزې ګڼي.

د کندوز ولایت د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ رییس مولوي امان‌الله حسن پژواک خبري اژانس ته وویل چې په ۱۴۰۰ کال کې په دغه ولایت کې ٣٧٥٠٠ کیلوګرامه شات تولید شوي وو.

خو هغه زیاته کړه چې په ۱۴۰۱ کال کې په یاد ولایت کې ۵۸٤٠٠ کیلوګرامه شات تولید شوي چې د تېر کال په پرتله ۳۵ سلنه ډېروالی ښیي.

حسن د شاتو د تولید ډېرېدو لامل د مچیو فارمونو ډېرېدل، فارم‌لرونکو ته د روزنیزو سیمینارونو جوړول، د درملو او اړتیا وړ نورو توکو وېشل وبلل.

هغه وویل: «ان‌شاءالله سږ کال به د شاتو تولیدات نور هم زیات شي؛ له دې امله چې د شاتو مچیو د فارمونو معیاري کولو لپاره موږ روزنیز سیمینارونه وړاندې کړي او همداراز د مخکې په پرتله اوس د شاتو مچیو ساتلو ته د خلکو لېوالتیا ډېره شوې ده.»

په ورته مهال، نجیب‌الله چې د کندور ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په یوه لرې سمیه کې د مچیو فارم لري وايي، د مخکې په پرتله د شاتو د تولید کچه ډېره شوې ده.

خو هغه د بازار نشتوالی او له بهره په ځانګړې توګه له پاکستان او ایرانه د شاتو واردات د دوی د کار پر وړاندې له جدي خنډونو وبلل.

هغه وویل: «الحمدالله زموږ د شاتو تولیدات ‌ډېر ښه دي، خو له ایران او پاکستان څخه د بې‌کیفیته شاتو واردول زموږ کار خراب کړی دی؛ کوم شات چې موږ تولیدوو، ډېر ښه کیفیت لري خو بازار ورته نه لرو، له حکومته غواړو چې موږ ته زمینه برابره کړي څو بهرنیو هېوادونو ته شات صادر کړو.»

په کندوز کې یوه بل د مچیو فارم‌لرونکي امان‌الله وویل، په دغه ولایت کې د شاتو تولیدات ډېر شوي خو هغه هم د بازار نشتوالی او د بې‌کیفیته شاتو واردات د خپل کار پر وړاندې جدي ستونزه بولي او له حکومته غواړي چې دې ننګونې ته رسېدنه وکړي.

هغه زیاته کړه: «د تېرو کلونو په پرتله زموږ تولیدات ښه دي او ډېر شوي دي، خو د هېواد په کچه مو خرڅلاو کم دی؛ موږ له دولت په ځانګړې توګه د کرنې له وزارته غوښتنه لرو چې د افغانستان مچۍ لرونکو ته له هېواده بهر بازارموندنه وکړي، څو موږ وکولای شو خپل محصولات بهر ته صادر کړو او همداراز د هغو کسانو مخه ونیول شي چې بې‌کیفیته شات واردوي.»

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې کندوز کې د خلکو لېوالتیا د شاتو مچیو ساتلو ته ډېره شوې او اوسمهال په دغه ولایت کې د شاتو مچیو ۵۰۰ فارمونه فعال دي.

 

Views: 104

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.