[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي وایي، د سوډان په جګړه کې شاوخوا ۱۲۰ افغانان بند پاتې او د ایستلو لپاره یې هلې ځلې روانې دي.
په سوډان کې له څو ورځو راهیسې د دغه هېواد د پوځ او ملیشه ځواکونو دوو جنرالانو ترمنځ د واک پر سر نښته پیل شوې او د روغتیا نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې، تر اوسه له ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۳۵۰۰ ډېر نور ټپیان دي.
ګڼ شمېر هېوادونو د سوډان له پلازمېنې خرطوم څخه خپل ډیپلوماتان او نور وګړي ایستلي او نور هم په همدې هڅه کې دي.
بلخوا د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي چې په سوډان کې ۱۲۰ افغانان هم بندې پاتې، خو د هغو د ایستلوهڅې یې پیل کړې دي.
خو هغه دا ونه ویل چې دا عادي افغانان دي، محصلین او یا هم ډیپلوماتان دي.
متقي دا څرګندونې په خوست ولایت کې د کوچني اختر په مناسبت په یوه ستره غونډه کې کړې دي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر ټویټر د دغې غونډې هغه ویډیو خپره کړې چې متقي زرګونو خلکو ته وینا کړې ده.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وویل، نن په ټول هېواد کې بشپړ امنیت دی او خلکو په ارامه فضا کې د اختر خوښي ولمانځله.
بل پلو، د امریکا غږ د راپور له مخې، د امریکا متحده ایالتونو په یاد هېواد کې د خپل سفارت چارې ځنډولې دي. د سوډان د چټک ملاتړ ځواکونو قوماندانۍ هم تائید کړې چې له دغه هېواده امریکایي ډیپلوماټان وتلي او د تخلیې په بهیر کې یې له امریکایي ځواکونو سره همغږي کړې وه.
په راپور کې راغلي، د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت هم تائید کړه چې په خرطوم کې د امریکا سفارت خپل فعالیت ځنډولی او د سفارت ټول مامورین او د هغوی د کورنيو غړي یې ایستلي دي.
سره له دې چې په سوډان کې د کوچني اختر د رخصتو په ورځو کې د اوربند اعلان شوی و، خو دغه اوربند ناکام شوی او جګړه بیا پیل شوې ده.
[/restrict]
Views: 249
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن