[restrict paid=”true”]
لښکرګاه ( پژواک ، ۷ غویی ۱۴۰۲): د هلمند ولایت ځایې مسولین وایي، چې د دغه ولایت ګرمسېر ولسوالۍ ریګ سيمه هغه مسافر وژغورل شول، چې لاره یې ورکه کړې وه .
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل ؛هغه مسافر چې د دغه ولایت ګرمسېر ولسوالۍ، ریګ سيمه ته تللي وو،او لاره یې ورکه کړې وه، د هغه ولسوالۍ د امنیتي کسانو دزیاتو پلټنو په پایله کې وژغورل شول.
ریاض د یادو کسانو شمېر درې تنه یادوي او وایې، یاد مسافرو ګرمسیر ولسوالۍ د ښتي سيمه ته تر تګ وروسته د یوې مکالماتې اړیکې پر مټ د خپل ورکیدو په تړاو ځایې مسوولین په جریان کې اچولي وو.
د ده په وینا، د ورک شویو کسانو پلټني کابو څو ساعتونو په بر کې ونیول چې بلاخره درې تنه روغ رمټ وژغورل شوه.
د یادولو وړه ده چې پخوا تر دې د هلمند د ریګ په ساحه کې په لسګونه ورک شویو مسافرو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
[/restrict]
Views: 430
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن